افغانستان

ناټو: د افغان ځواکونو سره همکاري ته ژمنتیا لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان وایي، افغانستان یې د ماموریتونو په لومړیو کې ځای لري او ژمن دي په دې هیواد کې له دولتي عسکرو سره خپله همکاري روانه وساتي.

ددې سازمان عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو ناستې ته په خبرو کې وویل « افغان ځواکونه له نړیوالو ترهګرو سره جګړه کوي او د سولې لپاره شرایط برابروي؛ نو ځکه موږ د افغان ځواکونو تمویل، تجهیز او زده کړو ورکولو ته ژمن یو او مرستې مو په دې برخه کې اغېزناکې ثابتېږي».

ینس ددې ترڅنګ د ټاکنو د ترسره کېدو په مهال د دولتي ځواکونو مقاومت کار وستایه او له ټولو نوماندانو یې وغوښتل، چې د ټاکنو پایلو ته غاړه کېږدي.

د ینس په خبره، دوی د افغانستان سولې ته ژمن دي او د طالبانو او امریکا د مذاکرتو د بیا ځلې پيل هرکلی کوي.

ینس داسې مهال د طالبانو او امریکا د مذاکراتو بیا پيل اړین بولي، چې تېره ورځ د روسیې په پلازمېنه «مسکو» کې د چین، امریکا، پاکستان او روسیې ځانګړو استازو هم په یوه خوله د طالبانو او امریکا د مذاکراتو بیا ځلې پیل کېدل وغوښتل او له ټولو هیوادونو یې وغوښتل، چې ددې مذاکرتو ملاتړ وکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ستاسو درواغجنو کافرانو په ژمنتيا مسلمانان ډير ښه پوهيږی چی ستاسو ژمنه ژمنه نده ، هغه ورځ ليری نده چی دا ژمنی به مو ټولی هيری وی او خپل غلامان به بيکسه يتيمانو غوندی پر تش ډاګ يوازی پريږدی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x