افغانستان

سرپل کې سرتېري خپل قوماندان وژلی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د هیواد په شمالي ولایت «سرپل» کې یوه سرتېري خپل تورن قوماندان وژلی.

په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له منځه یوې امنیتي سرچینې «اطلاعات روز» ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې تېره ورځ «جمعه» د برید مل محمد موسی په نوم یوه سرتېري خپل قوماندان «تورن حشمت الله» په ډزو وژلی.

د سرچینې په خبره، محمد موسی له ډېره وخته له رواني ستونزو کړېده او تر برید وروسته د نورو امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی.

که څه هم تر دې دمه د پېښې پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې؛ خو تر دې وړاندې د امنیتي لیکو په منځ کې برید کوونکي طالبانو خپل نفوذي ملګري یاد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x