افغانستان

کندهار: د يو قومندان په ګډون ۲۵ عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبانو تيره شپه د کندهار ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په پوسته او يو رينجر بريد کړی دی چې په نتيجه کې يې د يو قومندان په ګډون ۲۵ عسکر وژلي دي.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې د کندهار ډنډ ولسوالۍ په شفا سيمه کې يې د امنيتي ځواکونو په پوسته او کومکي عسکرو بريدونه وکړل چې په نتيجه کې يې ۱۶ عسکر ووژل شول.

احمدي وايي چې په دې بريد کې دوه ټانګونه او يو رينجر موټر هم تخريب شوي دي.

نوموړي همدا راز ويلي دي چې نن سهار يې په ياده سيمه کې د ګلالي په نامه د امنيتي ځواکونو د قوماندان په موټر چاودنه وکړه چې د ياد قوماندان سربيره يې شپږ عسکر هم وژلي دي.

تر اوسه د کندهار ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا حرامخوره ، د مور او پلار او کلی کوره رټل شوی ، د مبارک دين دښمنان او د ګران هيواد خائنين داسی وژنی چی د ژوندو څخه يی لا د خوښی او ژوندانه لاره ورکه شی .
دا بزدله ، بيهمته پدی ښه پوهيږی چی د کفارو په وسلو او وسيلو او د هغو په قومانده د خپلو غيرتی مجاهدو وروڼو سره جنګيږی او پدی هم ښه خبر دی چی دوی ټوله پلورل شوی غلامان دی .
د دوی سره همدردی او شفقت د دين او د هيواد سره جفا او خيانت دی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x