افغانستاناقتصاد

نړيوال بانک: د افغانستان اقتصاد شپږ درجې سقوط کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۸ل): نړيوال بانک په خپل تازه راپور کې ويلي، د افغانستان اقتصاد د تېر کال په پرتله شپږ درجې سقوط کړی او په نړيواله له ۱۶۷ درجې څخه ۱۷۳ درجې ته راښکته شوی دی.

نړيوال بانک د ۲۰۲۰  کال سوداګرۍ پایلې په نوم په خپاره کړي راپور کې ويلي، د اقتصادي رکود او ځوړتيا لامل دا دی، چې ګډ حکومت د سوداګرۍ په برخه کې اصلاحاتو کې پاتې راغلی او خلکو ته د کار پيدا کولو په برخه کې کوم ځانګړی ګام نه دی اخيستل شوی.

د نړيوال بانک په دغه راپور کې راغلي، نوو متشبثينو ته د اسانتياوو نه برابرول، پورونو ته نه لاس رسی، د وړو پانګوالو نه خونديتوب او ملاتړ، همدارنګه ورته نورې ستونزې د اقتصاد د رکود او کمزورۍ لامل شوي دي.

نړيوال بانک دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې له تېرو څو کلونو راهيسې په افغانستان کې ډېری پانګوالو د ناامنيو او اداري فساد له امله له هېواده خپلې پانګې ايستلي دي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خان جان الکوزي ويلي، په هېواد کې د ترينګلي امنيت وضعيت، لوړې تعرفې، اداري فساد، د سوداګرو د کارونو د مخنيوي هڅې او د سوداګرو د تښتولو له امله سوداګر خپلې پانګې له افغانستانه باسي.

د الکوزي په وينا په تېرو څو مياشتو کې شپاړس سوو سوداګرو خپلې پانګې له افغانستانه ايستلي دي.

د اقتصادي چارو څارونکي وايي، سوداګر او سوداګريز شرکتونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي او په دې وروستيو کې دومره توان نه لري، چې په تلويزونونو کې خپل سوداګريز اعلانونه خپاره کړي.

د کارپوهانو په وينا په تلويزونو کې اوس د سوداګريزو شرکتونو پر ځای يوازې حکومتي ادارو او د عسکرو د جلب او جذب لپاره اعلانونه خپريږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x