افغانستان

وکيلان: ميدان وردګو ولايت کې د غیر مسؤولو وسله‌والو قومندان علي پور لسګونه ملکيان یرغمل کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې غړي وايي، د ميدان وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د غير مسؤولو وسله والو قومندان علي پور لسګونه ولسي وګړي يرغمل کړي او يو تن يې وژلی دی.

په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو ولايت استازي عبيدالله کليمزي ويلي، د غیر مسؤولو وسله والو مشر علي پور او ملېشې يې په بهسودو ولسوالۍ کې له خلکو سره ظلم زياتی کوي، خلک ځوروي، وژني يې او يرغمل کوي يې.

د عبيدالله کليمزي په وينا د غیر مسؤولو وسله والو دغه مشر شخصي زندانونه لري،  اوس يې يو ځل بيا ۲۲ ملکيان یرغمل کړي او يو تن يې وژلی دی.

عبیدالله کليمزي له حکومتي چارواکو غوښتي، چې د علي او د هغه د غیر مسؤولو وسله والو د جرمونو مخنیوی وکړي او نوموړی باید د ملکي خلکو د وژنو په جرم بندي او قانون ته وسپارل شي.

علي پور په بهسودو ولسوالۍ کې شپږ سوه غیر مسؤول وسله وال لري، نوموړی تېر د تېر کال نومبر مياشت کې حکومتي عسکرو له کابل ښار څخه نيولی و، هغه مهال د علي پور پلويانو په کابل ښار او باميانو کې له تاوتريخوالي ډکې مظاهرې پيل کړې وې او د دغو مظاهرو پر مهال له پنځوسو زيات پوليس ټپيان شوي وو.

علي پور د ولسي خلکو د وژنو او ځورنو په تور بندي شوی و، خو له لنډې مودې بند وروسته د ګډ حکومت د دويم مرستيال سرور دانش په ځانګړي امر بېرته خوشې شوی و او يو ځل بيا يې د غیر مسؤولو وسله والو په مشرۍ د خلکو ځورول پيل کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

څومره چی د عليپور ظلم او جنايت ډيريږی په هغه اندازه يی خپلو قومی مشرانو؟ ، ظالمی امريکی او غلام غنی ته مقام او حيثيت لوړيږی ، د عليپور به دا خيال وی چی ګوندی په ډير ظلم او وحشت سره به د محقق او دوستم مقام ته ژر ورورسیږی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x