
اسدالله خالد: ناټو د ځواکونو ایستلو پلان نه لري
نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د دفاع وزارت سرپرست «اسدالله خالد» په بروکسل کې د ناټو د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو له ناستې څخه تر راستنېدلو وروسته ویلي، چې ناټو سازمان له افغان ځواکونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوي او د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان نه لري.
خالد له طلوع نیوز سره په خپلو خبرو کې ویلي، چې د ناټو اوسنۍ ناسته د افغانستان لپاره اړینه وه، افغان ځواکونه پکې وستایل شول او د جګړې په ډګر کې د هغوی د لاسته راوړنو قدرداني وشوه.
د خالد په قول، ناټو تر دې دمه د خپلو ځواکونو د ایستلو په برخه کې هیڅ پلان نه دی نیولی بلکې د بروکسل په ناسته کې یې د افغان ځواکونو د ملاتړ په دوام ټینګار هم وکړ.
اسدالله خالد داسې مهال بهرني ځواکونو له افغانستانه نه تلونکي بولي، چې امریکا وايي، د عسکرو شتون او نشتون یې له طالبانو سره د سولې په تړون پورې اړه لري او که چېرې له هغوی سره توافق ته ورسېږي؛ عسکر به وباسي.
وديته وايی اسلامی او افغانی غيرت چی د مور په لونډه ګانو نازيږی .
بيهمته خنزيره پدی پوه شه چی ودی مجاهد او غيرتی ولس ته ناټو ماټو د ټينګدو نده .
اجړه پنټاګون وختی د خپلوعساکرو دایستلو پلان جوړکړیدی. اوته احمق په خبرنه یی.