
اشرف غني: د بهرنیو عسکرو وتل او د سولې موضوع له یو بل سره اړه نه لري
نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر «اشرف غني» وایي، امریکا د افغانستان یو ستراتيژیک ملګری دی او باید ددې هیواد د عسکرو وتل د سولې له خبرو بېل کړل شي.
غني چې تېره ورځ یې د عدم انسلاک د غړو هیوادونو د ناستې په څنډه کې د هند له مرستیال ولسمشر سره خبرې کولې، وویل « د امریکا متحده ایالات د افغانستان لپاره ستراتيژیک ملګری حسابېږي او باید د امریکایي عسکرو وتل او د سولې پروسه له یو بل بېل کړل شي».
د غني په خبره، افغان ځواکونه په لوړ مورال جنګېږي او د جګړې په ډګر کې یې طالبانو ته ماته ورکړې.
د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د هند مرستیال ولسمشر د سولې له پروسې خپل ملاتړ څرګند کړ او په خبره یې، د افغان حکومت په رهبرۍ د سولې له هر ډول پروسې ملاتړ کوي.
د ګډ حکومت مشر داسې مهال د بهرنیو عسکرو وتل او د سولې موضوع له یو بل جلا موضوعات بولي، چې طالبان وايي، د سولې د خبرو نه بدلېدونکی شرط یې د بهرنیو عسکرو وتل دي.
غنيګيه ! دا ستراتيژيک ملګری به مو داسی ځغلی چی تر شا به هم نه ګوری چی رولا خو پاته شوه .
د غلام ځواکونو مورال مو دومره لوړ دی چی هره مياشت په سلهاوو طالبانو ته تسليميږی او مبارکو طالبانوته يی داسی ماته ورکړی چی په پنځو مياشتو کی(د الفتح فاتح عملياتو د شروع) يی ۳۲ ولسوالی ورپريښی او تښتيدلی دی .
تاسو او ستاسو مشرک هندو ملګرو ته ستاسو وزن ندی ورمعلوم .
خرغوله غنیګه! چی بهرنیان ولاړسی سوله پخپله راځی.