افغانستان

د سولې په اړه د چين بین الافغاني ناسته تر لنډې مودې وځنډېده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې وه، چې د افغانستان سولې په اړه د چين په کوربه توب بین الافغاني ناسته راتلونکې اونۍ جوړه شي، خو اسوشيټېډ پريس خبري اژانس ويلي، دغه ناسته تر نامعلومې مودې د لنډ وخت لپاره ځنډېدلې ده.

اسوشيټډېډ پريس د يادې غونډې د ځنډېدو لامل نه دی په ډاګه کړی، خو د ګډ حکومت مشر اشرف غني په دغه ناسته کې د حکومتي چارواکو د ګډون مخالفت کړی و.

طالبانو هم منلې وه، چې د روان اکتوبر په ۲۸ او ۲۹مه د چين پلازمېنې بيجينګ کې بین الافغاني ناستې ته رسمي بلنه ورکړل شوې او دوی به په کې ګډون وکړي.

د ګډ حکومت د سولې عالي شورا هم د چين بین الافغاني ناستې د ځنډېدو پخلی کړی دی.

د سولې عالي شورا مرستيال حاجي دين محمد په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، کېدای شي دا غونډه دوه ورځې وځنډېږي او يا هم تر دې زياته شي، خو په لنډ وخت کې به ترسره شي.

د حاجي دين محمد په وينا حکومت غوښتل دا ناسته د ولسمشريزو ټاکنو د پایلو له اعلانېدو وروسته ترسره شي، خو نړيوالې ټولنې دا غوښتنه نه ده منلې.

د ګډ حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ او طالبانو تر اوسه په دې اړه خپل رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی.

د چين بین الافغاني ناسته په داسې حال کې ځنډول شوې، چې تېره ورځ د روسيې په کوربه توب د افغانستان سولې په اړه د روسيې، چين، امريکا او پاکستان څلور اړخيزه ناسته شوې وه او په دغه ناسته کې هوکړې شوې وه، چې د امریکا او طالبانو درېدلې خبرې بايد بېرته پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x