نظــر

کردان؛ او له سيمه ايزو هيوادونو سره يې د يو مستقل هيواد پرسر ستونزه..!

م. عطاءالله مبارز

له هغه وروسته چې د امريکا اولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوريې له شمال څخه د امريکايي ځواکونو د ايستلو بيړنۍ پريکړه وکړه.
ترکيې، چې له لسګونو کلونو راهيسې د سوريې شمال کې له کردانو سره ستونزى لري، دا موکه غنيمت وګڼله او ترکي ولسمشر رجب طيب اردغان د يوې بيړنۍ پريکړې له مخې خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې په سوريه کې د کردي وسلوالو په وړاندې جګړه پيل کړي.

ترکي ځواکونه، چې خپلو عملياتو ته د “سولې چينه” نوم ورکړى، د درنو بمباريو او ځمکني يرغل سره يو ځاى د سوريې خاورې ته ننوتل او له ترکيې سره نژدې دوه سرحدي ښارونه يې له کردي وسلوالو ونيول.

کردان چې په سوريه، ترکيه، عراق او ايران کې ميشت دي له تېرو سلو کالونو راهيسي د سيمه ايزې جغرافيې د بدلون په لټه کې دي او کوښښ کوي چې د کردانو له پاره يو خپلواک دولت جوړ کړي.

د همدې هدف لپاره تل له يادو هيوادونو سره په جګړو اوښتي چې تر ډېره دوی پکي درانه زيانونه ګاللي، کله چې په دوهم اګست ١٩٩٠م کال کې صدام حسين په کويټ حمله وکړه او امريکا په لومړي ځل خليج ته راغله، صدام مجبور شو کويت يې پريښود؛ خو چې بېرته را وګرځيد په هيواد دننه ورته شيعه ګانو، چې د ايران لخوا يې ملاتړ کيده، او کردانو، چې د امريکا او اسرائيلو له هر اړخيز ملاتړه برخمن وو، ستونزي جوړې کړې وې ، چې صدام حسين مجبور شو شعيه اوکردي بغاوت کوونکي وټکوي چې د کردانو په اربل ښار يې کمياوي وسلې وکارولي اوزرګونه کوردان يې مړه او ژوبل کړل.

که څه هم دکردانو بغاوت خو کرار شو خو په ٢٠٠٣م کال کې چې امريکا په دوهم ځل په عراق بريد وکړ همغه شعيه ګان او کردان يې دا جيرانو په څير د صدام د حکومت پر خلاف وکارول، له هوا د امريکايي الوتکو بمبارونه او له ځمکې د کردي او شعيه جنګياليو بريدونه روان وو چې په پايله کې يې د صدام حسين ريژيم نسکور او عراق عملا د امريکايانو لخوا اشغال شو.

کله چې د امريکايي اشغالګرو په مقابل کې، د القاعدي په رهبري سني عراقيانو او د صدام حسين د حکومت پاتې شونو، مقاومت پيل کړ، بيا هم کردان او شعيه ګان د اشغال ضد مقاومت کوونکو سره په لومړۍ کرښه کې وجنګول شول.

په ٢٠١١م کال کې چې په عربي نړۍ کې د دولتو په وړاندې د “عربو پسرلي” په نوم لاريونونه پيل شول، لړۍ يې سوريې ته هم ورسيده چې ډير ژر په وسلوال اخو ډب او جګړه بدله شوه، چې د حکومت ضد انقلابيانو مشري اسلامپالو کوله، کردانو اګر که د بشارالاسد له حکومت سره ستونزي درلودې خو دايې هم نه شول زغملى چې د اسد په ځاى دى واک اسلامپال په لاس کې واخلي؛ نو په هغو سيمو کې چې د دوی تر کنترول لاندې وې د انقلابيانو په خلاف وجنګيدل.

په ٢٠١٤م کال کې چې کله په عراق کې داعش رامنځ ته شو او د عراق او سوريې په ډېره خاوره يې ولکه وکړه، د دوی په خبره اسلامي خلافت يې رامنځ ته کړ، چې په اصل کې د امريکا او اسرائيلو يوه پروژه وه، ترڅو رښتينې جهادي ډلې پرې وټکوي، چې متأسفانه په دې کرغيړن پلان کې تريو بريده بريالي هم شول.

يوځل بيا سوريه کردان له داعش سره ښکر په ښکرشول، چې يوه ستره انساني فاجعه رامنځته شوه، ددې اور لمبو ترکيه هم راګير کړه که څه هم کردي وسلوالو له تيرو څو لسيزو په ترکيه کې حملې کولې خو په وروستيو څو کلونو کې دا حملې ډيرې شوې، ترکان مجبور شول چې په نظامي اقدام لاس پوري کړي.

خو په داسې حال کې چې سوريه له کلونو دکورنۍ جګړې په اور کې سوزي دترکيې يرغل کولى شي د سوريايي وګړو ستونزي نوري هم ډيري کړي ځکه له ترکيې پخوا امريکايانو د اسلامپالو دځپلو ، روسيې او ايران د بشار الاسد د ريژيم د ساتنې په منظور په سوريه نظامي يرغلونه کړي وو چې تراوسه هم لا روان دي او سوريه له يو نامعلوم برخليک سره مخ ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x