نړۍ

اسلام اباد: حکومت د جمعيت علمای اسلام رهبري غړی او پخوانی سناتور حافظ حمدالله افغان بللی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د پاکستان حکومت د جمعيت علمای اسلام ګوند رهبري غړی او پخوانی سناتور حافظ حمدالله غیر پاکستانی اعلان کړی، هغه يې افغان بللی او په رسنيو کې يې د هغه په مرکو او څرګندونو بنديز لګولی دی.

د پاکستان د برېښنايي رسنيو د څار اداره «پيمرا» وايي، د پاکستان د وګړو د نفوس ادارې «نادرا» دوی ته په لېږل شوې اعلاميه کې حافظ حمدالله غیر پاکستانی بللی او پر نوموړي يې په رسنيو کې د مرکو بنديز لګولی دی.

حافظ حمدالله د بلوچستان ايالت چمن سيمې اوسېدونکی دی، په قوم نورزی دی، د قاري ولي محمد زوی دی، پلار يې د دولتي ښوونځي ښوونکی و، چې په ۱۹۷۰ لسيزه کې تقاعد شوی و او زوی يې شبیر احمد د پوځ افسر دی.

حافظ حمدالله په ۲۰۰۲ کال کې د لومړي ځل لپاره د بلوچستان ايالتي جرګې غړی او د عامې روغتيا وزير و او په ۲۰۱۲ کال کې د جمعيت علمای اسلام ګوند په ټيکټ سناتور ټاکل شوی و.
حافظ حمدالله او جمعيت علمای اسلام ګوند تر اوسه په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښکاره کړی.

حکومت په داسې حال کې حافظ حمدالله غیر پاکستانی بللی، چې د جمعيت علمای اسلام په مشرۍ د اپوزيسيون ګوندونو د حکومت پر ضد د پراخو مظاهرو تابیا نيولې او حافظ حمدالله د خپل ګوند په استازيتوب په رسنيو کې د حکومت ضد څرګندونې کوي او ژبور سړی بلل کيږي.
ټاکل شوې، چې د روانې اکتوبر مياشتې په ۳۱مه نېټه اپوزيسيون ګوندونه اسلام اباد کې د حکومت ضد مظاهره پيل کړي او د جمعيت علماس اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ويلي، په دغو مظاهرو کې به پنځلس لکه کسان ګډون وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x