افغانستان

عبدالله عبدالله: په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو حضور ته اړتیا لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۴ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجراییه رییس «عبدالله عبدالله» وایي، په افغانستان کې لا هم د بهرنیو ځواکونو نظامي حضور ته اړتیا لیدل کېږي.

عبدالله له «فرانس ۲۴» خبري اژانس سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، چې د تېرو څو کلونو په دروان کې د امریکايي ځواکونو یوه برخه وتلې او په راتلونکې کې هم شاید یوه ستره برخه امریکایي پوځيان افغانستان پرېږدي؛ خو لا هم په هیواد کې د هغوی شتون ته اړتیا لیدل کېږي.

عبدالله زیاته کړه « له افغانستان څخه د بشپړو امریکایي عسکرو وتل له طالبانو سره د امریکا په خبرو او بین الافغاني مذاکراتو پورې اړه لري، زما په نظر  په داسې حالت کې چې داعش او القاعده په افغانستان کې فعال حضور لري او سوله لا راغلې نه ده، د بهرنیو ځواکونو وتل مناسب نه دی».

عبدالله عبدالله داسې مهال په هیواد کې د بهرنیو سرتېرو په شتون ټینګار کوي، چې طالبان وایي، تر هغه مهاله چې یو بهرنۍ عسکر د افغانستان په خاوره شتون ولري، ددوی مبارزه به دوام ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ياسر

غلامان نن ورځ يو پر بل پسي ناري وهي چه اشغالگر دي مونژ تنها نه پريژدي،
د حالاتو نه داسي څرګندیژی چه اشغالگر نور خپلي پښی سپكوي او تاسي به خړی سترګی پريژدي،
چه د سوريي كردان يي يو ښه مسال كيدي شي.

جميل

تف او لعنت پر هغو چی د کفارو سره په دوستی کی عزت لټوی .

سیدزرغون شاه آغا

ترڅو به ماندینه په بل ساتی او هغه چوکیدار هم چندانی باوری نه دی. داسی نسی چی چوکیداردی دماندینی سره پخپله جلسه ونکی.

اختر محمد

دا غلام به ترکومه په بهرنیانو زان ساتی او ددی ملت وینی به تویوی دا زانته مجاهد هم وای الله توبه می دی

نواب

سوک چه خپلی میرمنی نشی ( )هغه یاخو روسان راولی اویاهم امریکایان.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x