افغانستان

په کميسيون کې اختلاف؛ د ټاکنو پایلو د اعلان نېټه لا هم نه ده معلومه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د غړو ترمنځ د اختلافاتو له امله دغه کمېسيون تر اوسه نه دی توانېدلی، چې د ټاکنو د پایلو نېټه اعلان کړي.

د کميسيون يوه غړي اورنګزيب رسنيو ته ويلي، د ټاکنو کميسيون د غړو ترمنځ د اختلافاتو له امله له تېرو درې اونيو راهيسې د ټاکنو پایلې اعلانول له ځنډ او خنډ سره مخ دي.

نوموړي په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل: «د ټاکنو کميسيون د پایلو اعلان لپاره درې اونۍ وخت اعلان کړی، خو دا وخت ډېر زيات و او باید تر دې لږ وخت ټاکل شوی وی، موږ دارالانشاء ته وويل، چې د پايلو مهالوېش په اړه بايد له سره غور وشي او دا راکم شي.»

د تېرې تلې مياشتې په ۶مه ولسمشريزې ټاکنې ترسره شوې او ټاکل شوې وه، چې د ټاکنو پایلې د تلې په ۲۷مه اعلان شي، خو د کميسيون غړو ترمنځ د اختلاف او د مخکښو نوماندانو له لوري په کميسيون کې د مداخلې له امله د ټاکنو پایلې له ځنډ او خنډ سره مخ شوي او تر اوسه هم نه ده معلومه، چې دا پایلې به کله اعلان شي.

د ټاکنو د چارو څارونکي هم د پایلو د اعلان ځنډېدو په اړه اندېښمن دي.

د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټيم څارونکي داود سلطان زوی ويلي، له معقول لامل پرته د پایلو ځنډول د منلو وړ نه دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم څارونکي نورحمان اخلاقي ويلي، د يو ميليون او ۹۳۲زرو رايو شمارل دومره وخت نه غواړي او د پايلو د دومره ځنډول د دوی لپاره حيرانوونکي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x