افغانستان

زلمی خليلزاد د يو امريکايي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تيره شپه په يو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی.

زلمي خليلزاد کابل ته له رارسېدو وروسته د اسلامي محاذ مشر پير سيد حامد ګيلاني سره ليدلي او د افغان سولې په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.

سيد حامد ګيلاني په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې له زلمي خليلزاد سره يې د افغانستان د امنیت،سياسي وضعيت، سولې او د ولمشريزو ټاکنو په اړه خبرې کړي دي.

له زلمي خليلزاد سره په دې سفر کې د امريکا د بيلابيلو ادارو استازي هم شامل دي.

تر اوسه افغانستان ته د زلمي خليلزاد د راتګ اجنډا او دقيق هدف نه دی په ډاګه شوی، خو د شنونکو په باور امريکا غواړي چې د افغان سولې درېدلې خبرې بيا پيل کړي او له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو ويستلو ته لاره جوړه کړي.

نږدې دوه مياشتې وړاندې وروسته له هغه چې ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې وځنډولې؛ افغانستان ته د زلمي خليلزاد دا لومړی سفر دی.

زلمي خليلزاد تر اوسه د ګډ حکومت له مشرانو سره هم نه دي ليدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x