
بغلان کې ۲۵ دولتي عسکر له طالبانو سره يو ځای شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل): په بغلان ولایت کې ۲۵ تنه دولتي عسکر او پوليس له خپلو دندو لاس په سر شوي او طالبانو سره يو ځای شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د بغلان ولايت مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۲۵ دولتي عسکر د حقايقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر شوي او له دوی سره يو ځای شوي دي.
#الفتح:
مهم: در مربوطات ولسوالی بغلان مرکزی ولایت بغلان ۲۵ عسکر و پولیس اداره کابل بادرک کردن حقائق دست او وظائف خود کشیده به مجاهدین پیوستند.
مسئولین جلب و جذب از آنها استقبال کردند و اطمئنان دادند و به زندگی عادی خود سوق داده شدند.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 27, 2019
مجاهد په خپل ټويټر پاڼه د تسليم شويو عسکرو اسناد هم خپاره کړي دي او ويلي يې دي چې تسليم شويو عسکرو ته د دعوت ارشاد کميسيون له لوري هرکلي ويل شوی او هغوی ته د ارام ژوند ډاډ ورکړل شوی دی.
تر اوسه د بغلان ولايتي او امنيتي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې وخت ناوخت دولتي عسکر يا هم په جګړو کې د طالبانو له لوري نيول کيږي او يا هم په خپله خوښه طالبانو سره يو ځای کيږي چې طالبان ورته د هغوی د امنيت او خونديتوب تضمين ورکوي او طالبانو ته په ورتګ يې دروند استقبال کيږي.
طالبان هم وخت ناوخت په دولتي عسکرو غږ کوي چې د امريکايي عسکرو ترڅنګ د دوی له مخالفت څخه لاس واخلي او خپل عادي ژوند ته وګرځيږي.