نړۍ

 نيوزويک: د داعش مشر ابو بکر بغدادي د امريکايي عسکرو په پټو عملياتو کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د امریکا د دفاع وزارت «پنټاګون» يوه لوړپوړي چارواکي ويلي، د داعش وسله والې ډلې مشر ابو بکر البغدادي تېره ورځ د امریکايي ځواکونو په پټو عملياتو کې وژل شوی دی.

نيوزويک امریکايي مجلې د پنټاګون د ياد چارواکي له قوله ليکلي، چې ابو بکر بغدادي د سوريې ادلب ښار په شمال کې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ په امر وژل شوی دی.

د دې خبر له خپرېدو وړاندې ولسمشر ټرمپ په خپل ټويټر پيغام کې ويلي و: «يوه ستره پېښه شوې» خو په دې اړه يې نور جزئيات نه و روکړي.

سپينې ماڼۍ هم ويلي، چې ولسمشر ټرمپ به د واشنګټن پر مهال يوه بجه به يو مهم اعلان وکړي.

د ابو بکر البغدادي خلاف څنګه عمليات شوي؟

نيوزويک مجلې ليکلي، د پنټاګون د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د کره معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته يوه ډله د بغدادي خلاف علمياتو لپاره ګومارلې وه.

تېره ورځ دغه پوځي ډله د ادلب شمال کې هغې ودانې ته ننوتله، چې بغدادي په کې و، لږه شېبه وروسته لنډه نښته رامنځته شوه او وروسته ابو بکر بغدادي په خپلو چاودېدونکو توکو ځان وژلی دی.

رویټرز خبري اژانس د پنټاګون د چارواکو په حواله د يادې پېښې پخلی کړی، خو تر اوسه په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

«سي ان ان» امريکايي تلويزون هم ليکلي، چې د سوريې په شمال لويديځه سيمه کې د داعش مشر وژل شوی او د امریکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» د بغدادي د ځای موندلو کې له امریکايي پوځيانو سره مرسته کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې داعش وژل شوی ۴۸ کلن مشر ابو بکر بغدادي د عراق و، خپل اصلي نوم يې ابراهيم سامرائي و، په ۲۰۱۳ کال کې له القاعدې ډلې جلا شوی و.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د بغدادي پر سر ۲۵ ميليونه ډالره انعام ټاکلی و.

بغدادي په ۲۰۱۴ کال کې د موصل له جامع جومات څخه خپل خلافت اعلان کړی و او له ټولو مسلمانانو يې غوښتي و، چې د ده پر لاس بيعت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
ولس ته د القاعده،داعش،طالیب،امریکا،ناټو هیڅ فرق نشته،
ټولو ته قتل ناروا دی.
پاسنی ټول قاتلین دی.ټولو هدف پیسی،قدرت دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x