افغانستان

خلیلزاد له اشرف غني سره لیدلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» تېره ورځ په یو ناڅاپي سفر کابل ته رارسېدلی او دلته یې له یو شمېر افغان سیاسیونو ور هاخوا د ګډ حکومت له مشر «اشرف غني» سره لیدلي.

د حکومت مشر ویاند «صدیق صدیقي» «اطلاعات روز» ورځپاڼې ته د خلیلزاد او غني تر منځ لیدنه منلې او په خبره، یې د لیدنې په تړاو به نور جزئیات وروسته له رسنیو سره شریک کړل شي.

یاده دې وي، چې د طالب او امریکايي استازو تر منځ د مذاکراتو له درېدو وروسته دا لومړی ځل دی، چې خلیلزاد کابل ته راځي او دلته له افغان سیاسیونو او چارواکو سره ګوري.

که څه هم د خلیلزاد د لیدنو په تړاو نور جزییات نه دي رسنیز شوي؛ خو د سولې د عالي شورا د پخواني مشر «سید احمد ګیلاني» زوی «سید حامد ګیلاني» په خپل ټویټر لیکلي، چې له خلیلزاد سره یې ملاقات شوی او د افغان سولې د پروسې په تړاو یې ورسره بحث کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x