افغانستان

مولانا محمد عبدالله: ښايي نهه سوه زره رایې باطلې اعلان کړل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو کمېسیون کمېشنر «مولانا محمد عبدالله» وایي، د اساسي قانون د تطبیق له مخې ښایي ۹ سوه زره رایې باطلې اعلان کړل شي.

عبدالله په همدې تړاو په خپله فسبوک پاڼه لیکلي « د ټاکنو د نافذه قوانینو او لایحو په بنسټ ښايي، له ۷۷۰۰۰۰-۹۰۰۰۰۰ پورې رایې بې باوره رایې وګڼل شي، د ټاکنو کمېسیون تر ټاکنو دوه ورځې وروسته اعلان کړی وو، چې ۲۶۹۵۸۹۰ رایې راټولې شوې؛ خو د بایومټریک قوانیو له طی کولو وروسته دا شمېره د ۱۷۹۱۷۰۳ او ۱۹۲۹۳۳۳ تر منځ ده او په پورته یادو شویو شمېرو کې ۱۳۷۶۳۰ رایې تر تصفیې لاندې دي».

د عبدالله په خبره، د ولایتي کمېسیونونو هغه مسئولین چې د تقلب او فساد راپورونه یې نه دي ورکړي، لویې څارنوالۍ او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي.

د کابل حکومت ولسمشریزې ټاکنې، چې د تلې د میاشتې په ۶ نېټه ترسره شوې، د خپل ډول تر ټولو پیکه او له ستونزو سره مل ټاکنې وي، چې د پایلو په اساس یې، د حکومت جوړولو ته تر ډېره خوشبیني نه لیدل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x