افغانستان

طالبان: ناټو دې حقایقو ته تسلیم شي او له اتلس کلنو تجربو دې درس واخلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د ناټو د غړو هیوادونو دفاع وزیرانو په خپله کلنۍ ناسته کې له دولتي عسکرو خپل ملاتړ اعلان کړ ؛ طالبانو یې په غبرګون کې هغوی ته له اتلس کلنو تجربو څخه د درس اخستلو توصیه کړې.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه د «د ناټو غړي دې حقایقو ته تسلیم شي» تر نامه لاندې خپره شوې تبصره کاږي «دا چې په تیرو اتلسو کلونو کې زموږ په هیواد کې د ناټو پوځي مداخله له ناکامۍ سره مخ وه او د ناکامۍ د جبیره کولو لپاره یې ټولې ستراتيژۍ، کانفرانسونه او تعهدات هم بې پایلې او پوچ ختلي، دې حقیقت ته په پام سره پوښتنه دا ده چې د ناټو غړي به تر څو ناکامې تجربې له سره تکراروي او په افغانستان کې د پوځي مداخلې په اړه به خپلو اولسونو ته دروغ وایي؟؟».

تبصره وړاندې کاږي « که د ناټو سازمان غړي هیوادونه غواړي چې له دې اتلس کلنې سرګردانۍ او جنجال څخه ځان فارغ کړي، نو هغه کار چې سبا یې کوي باید نن یې وکړي. دا خو مسلم حقیقت دی چې په افغانستان کې دوی دایمي بریا نه شي ترلاسه کولای نو د دې لپاره چې په افغانستان کې د خپلو اتباعو د ژوند او مالي سرچینو د ضیاع مخه یې نیولې وي باید سر له اوسه په دې هیواد کې له مداخلې لاس واخلي او زموږ په خپلواکۍ مین اولس پریږدي چې خپل سرنوشت په خپل تعین کړي.»

د تبصرې له مخې، د افغانستان د شخړې حل په کنفرانسونو کې نه موندل کېږي او ناټو یوازې له اتلس کلنو تجربو څخه د درس اخستلو له مخې او حقایقو ته د تسلیمېدو له مخې کولای شي، د افغانستان د شخړې حل راوباسي.

طالبانو په پای کې ګډ حکومت ته توصیه کړې، چې د پردیو په بریا کې د عزت نه لټولو توصیه کړې او هغوی یې د ببرک کارمل او شاه شجاع انجام ته متوجه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه.
طالیب چارواکیو ته،
اتلس کاله جنګ ډیر شیان واضح کړی دی لکه،
د افغانانو قتل .د طالیب ،دولت، ناټو ،امریکا په لاس،
دا چه ناټو نه شی کامیاب کیدای،طالیب هم نه شی کامیاب کیدای،
طالیبان د پاکستان غلامان،دولت د امریکا غلام،منځ کی یی هیڅ فرق نشته.
اوسنی امریکا اشغال،طالیبانو پادشاهی د پنجاب اشغال وه،ولس ته هیڅ فرق نشته.
طالیب هم د پیسو او قدرت لپاره جنګ کوی.دولت هم د قدرت لپاره.
خلاصه ولس د ملا طالیب ،ملنګ.پیر.وزیر .ریس.قوماندان څخه بیزاره دی

جميل

د يوی اوونی راهيسی د تبصرو په خپرولو کی سستوالی راغلی .! که ن ن وی که سبا ناټو به حق ته تسليميږی او خامخا به تسليميږی او د تيښتی لاره به نيسی . همدا اوس هم په ټوله ناټو کی يو غړی يی دا نسی ويلای چی ګوندی دا جګړه دی دوی وګټلای سی او يا داچی دوی پخپلو اهدافو کی بريالی دی او يا کوم غړی دی د خوښی اظهار وکړی چی د افغانستان اشغال ښه کار و . داچی دوی لا ولی حق ته نه تسليميږی ، دويته نه منونکی او ډيره عجيبه ښکاری چی يو کوچنی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x