ورزش

ملي لوبډله د نړیوالو سیالیو په موخه د هند پر لور وخوځېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د ویسټ انډیز پر وړاندې د یو ورځنیو، شل اوریزو او ټيسټ سیالیو لپاره د هند پر لور وخوځېده.

په دغه سفر کې هغه ټول لوبغاړي شامل دي چې وړمه ورځ یې د غوراوي کمیټې له لورې نوملړ اعلان شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمیټې د ویسټ انډيز پر وړاندې د یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره بېلا بېلې لوبډلې اعلان کړې.

د لوبډلې له اعلان وروسته د کرېکټ یو شمېر شنونکو او خبریالانو پر کرېکټ بورډ او غواروي کیمټې نیوکې وکړې چې ځینې داسې لوبغاړي يې شامل کړي چې وړتیا یې د ځینو نورو په پرتله هیڅ وه.

په دغو لوبغاړو کې حضرت الله ځاځی او اکرام علیخېل وو چې په تېره اوږدو کې نه په شپږیزه لیګ، نه په شل اوریزو او نه هم په یو ورځنیو لوبو کې ځلیدلي وو خو په لوبډله کې بیا هم ځای ورکړل شوی دی.

خو بل لور ته نور علي ځدران چې د لوبډلې یو تخنیکي او پنر لوبغاړی دی او په شپږیزه لیګ کې هم ښه وځلید، له «۷۰» پورته اوسط سره یې په شپږو سیالیو کې «۳۵۴» منډې جوړې کړې.

په نورو لوبغاړو کې چې له پامه غورځول شوي دي منیر کاکړ او نجات مسعود دي، چې په بېلا بېلو کورنیو سیالیو کې خپله وړتیا ښيي خو د غوراوي کمیټې لخوا په پرلپسې ډول له پامه غورځول کیږي، نجات مسعود که څه هم په شپږیزه لیګ کې زیاتې منډې ورکړې خو تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی هم و.

د یادونې وړ ده چې ملي لوبډله به د راشد خان په مشرۍ د ویسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې د هند په لکنو ایکانا لوبغالي کې د نومبر له ۶مې نیټې تر دیسمبر تر لومړۍ نیټې لومړی یو ورځنۍ، بیا شل اوریزې او بیا هم یوازینۍ ټیسټ لوبه ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x