افغانستان

خلیلزاد په کابل کې د ګډ حکومت د چارواکو سربېره له سياستوالو سره ليده کاته پيل کړي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي له يو شمېر نوو هيلو سره کابل ته راغلی او دلته يې د ګډ حکومت له مشر اشرف غني، اجرائيه رئيس عبدالله، د ملي محاذ ګوند مشر سيد حامد ګيلان او نورو سياستوالو سره ليدلي دي.

ټاکل شوې، چې خلیلزاد به له پخواني ولسمشر حامد کرزي او يو شمېر نورو سياستوالو سره هم د سولې په موضوع خبرې وکړي.

د ملي محاذ مشر پير سيد حامد ګيلاني په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، خلیلزاد د سولې خبرو بيا پيلېدو ته لېواله دی او له هغه سره په دې سفر کې د امريکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ مرستياله ليزا کورټيس هم ملګرې ده.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېرې سپتمبر مياشتې په ۸مه نېټه له طالبانو سره د سولې نهايي شوې خبرې لغوه کړې، خو له نږدې دوو مياشتو تېرېدو وروسته زلمي خلیلزاد يو ځل بيا د سولې خبرو د پيلېدو په موخه د ګڼو هېوادونو په سفر وتلی دی.

خلیلزاد تېره اونۍ يکشنبه دغه سفر پيل کړی، د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې يې د ناټو له سرمنشي ینس سټولټنبرګ، همدارنګه افغانستان لپاره د برتانيې، فرانسې او اروپايي ټولنې له استازو سره د سولې په موضوع خبرې کړي او تر هغې وروسته يې په مسکو کې د افغانستان سولې په اړه د روسيې، چين، امریکا او پاکستان په څلور اړخيزې ناستې کې ګډون کړی دی.

د چارو کارپوهان وايي، ښايي د امريکا او طالبانو ترمنځ درېدلې خبرې بېرته پيل شي او د ټاکنو د پایلو اعلان نور هم وځنډول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x