افغانستان

بغلان کې د اربکي قومندان سردار په ګډون دوه قومندانان او لس اربکيان وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل): تیره شپه د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو پر دوه پوستو بریدونه کړي چې پولیسو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

د نهرین ولسوال محمد سرور اکبري وایی چې په نهرین ولسوالۍ کې طالبانو د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې ۱۴ تنو پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې چې اته تنه یې وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان دي.

له نهرین ولسوالۍ څخه محلي سرچینې وایي چې په دغه برید کې د مشهور اربکي قومندان سردار په ګډون قومندان محب او قومندان رازق له لسو نورو اربکیانو سره وژل شوي دي.

طالبانو د برید مسئولیت منلی او ادعا یې کړې چې د پولیسو په دوه پوستو یې چاپه اچولې چې په ترڅ کې یې د ۳ قومندانانو سردار، محب او رازق په ګډون ۸ تنه پولیس وژل شوي او ۹ نور یې ټپیان دي.

د یادونې وړ دی چې په نهرین ولسوالۍ کې قومندان سردار له مشهورو طالب ضدو څهرو څخه وو چې په وژل کیدلو سره به یې د نهرین ولسوالۍ کې د پولیسو په مورال لوی اثر و غورځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx