د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د حکومت مخالفو ګوندونو «ازادي مارچ» لاریون پيل کړی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل   :(د پاکستان جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د حکومت پر ضد «ازادي مارچ» لاریون له کراچۍ پيل کړی او د اپوزيسيون نورو ګوندونو هم د حکومت ضد لاریون کې د مولانا فضل الرحمن ملاتړ کړی دی.

د اپوزيسيون ستر سياسي ګوندونه مسلم ليګ نواز، پيپلز ګوند، د اسفنديار ولي خان په مشرۍ عوامي نېشنل ګوند او د محمود خان اڅکزي په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي ګوند د حکومت ضد ازادي مارچ کې د مولانا فضل الرحمن ملاتړي دي او وايي، چې په دې لاریون کې ورسره ګډون کوي.

د دغو ګوندونو مشرانو خپلو پلويانو او د ګوند غړو ته ويلي، چې حکومت ضد لاریون کې ګډون وکړي.

له کراچۍ پيل شوي لاریون کې زرګونو کسان راټول شوي، همدارنګه د بلوچستان، پنجاب، خیبر پښتونخوا او نورو سيمو څخه د مظاهرينو قافلې د پلازمېنې اسلام اباد پر لور روانې شوي او ټاکل شوې، چې د روان اکتوبر په ۳۱مه نېټه پلازمېنې اسلام اباد ته ورسيږي.

د ازادي مارچ مشران وايي، د حکومت تر نسکورولو به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

مولانا فضل الرحمن په کراچۍ کې زرګونو لاريونوالو ته وويل، چې د عمران خان په مشرۍ جوړ شوی حکومت په درغلی رامنځته شوی، هېڅکله يې نه دی منلی او نه به يې هم راتلونکي کې ومني.

مولانا زياته کړه، چې دغه قافله له کراچۍ روانه شوه، تر اسلام اباده به رسيږي، د عمران خان حکومت به خامخا نسکوريږي او پر ځای به يې پر اسلام اباد د اسلام بیرغ رپيږي.

په دغه لاريون کې د جمعيت علمای اسلام سربېره د بلاول بوټو په مشرۍ پيپلز ګوند، د نواز شريف په مشرۍ مسلم ليګ نواز ګوند او د عوامي نېشنل ګوند غړو هم ګډون کړی دی.

په مشرانو جرګه کې د پيپلز ګوند سناتور او مخور سياستوال رضا رباني لاریون ته وويل، چې دوی د حکومت ضد مظاهره کې د مولانا فضل الرحمن ملګري دي.

همدارنګه د نواز شريف د ګوند ايالتي مشر او د سند ايالت پخواني والي «ګورنر» محمد زبیر هم وويل، چې د لومړي وزير عمران خان تر استعفا به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي.

د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر شاهي سيد دغې مظاهرې ته په وينا کې د عمران حکومت په درغلۍ رامنځته شوی بللی او ټينګار يې کړی، چې د ولسي لاریونونو په مقابل کې به يې استعفا ته اړ کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د