افغانستان

خلیلزاد له عبدالله سره په لیدنه کې: طالبان دې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره اوربند وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» چې تېره ورځ کابل ته رارسېدلی وو، د خپلو لیدنو په لړ کې یې د ګډ حکومت له اجراییه رییس «عبدالله عبدالله» سره لیدلي او د افغان سولې په تړاو ورسره غږېدلی.

له اجراییه ریاست څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې په لیدنه کې سوله د افغانانو، افغان حکومت او امریکا لومړیتوب وبلل شوه او تر څنګ یې یاده شوه، چې باید یوې پایدارې سولې ته د رسېدو په موخه تشدد کم شي.

د اعلامیې په بنسټ، دواړو لورو په طالبانو غږ کړی، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل په موخه دې اوربند ته غاړه کېږدي.

یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو له درېدلو وروسته دا لومړی ځل دی چې خلیلزاد کابل ته راځي او دلته د ګډ حکومت له چارواکو او سیاسیونو سره ګوري، نوموړی داسې وخت کابل ته راغلی، چې د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل اوازې ګرمې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x