افغانستان

ارګ: نړیوال دې زموږ د سولې له طرحې ملاتړ وکړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۸ل): ارګ وایي، سولې ته د رسېدو لپاره یې تر ټولو لنډه طرحه جوړه کړې او اړتیا لیدل کېږي، چې نړیوال له دې طرحې ملاتړ وکړي.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» نن ورځ «یکشنبه» په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې ولسمشر غني د پایدارې سولې دلاسته راوړلو لپاره خپل په خپل ټول توان هڅې کوي، د مذاکراتو دروازې یې د طالبانو په مخ خلاصې کړي او طالبان کولای شي د اوربند له لارې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته لار ومومي.

نوموړي زیاته کړې « د افغانستان حکومت له طالبانو سره خبروته تیار دی او له وړاندې یې مذاکره کوونکی ټیم ټاکلی، موږ سولې ته د رسېدو تر ټولو لنډه تګلاره ټاکلې او اړتیا ده، چې نړیواله ټولنه یې ملاتړ وکړي».

نوموړي د بجینګ د ناستې په تړاو وویل، چې د لېږل کېدونکو استازو په نوملړ بحث روان دی او داسې کسان به یادې ناستې ته ولېږل شي، چې د افغانستان د خلګو حقه غوښتنې تر نړیوالو ورسوي.

ارګ داسې مهال د سولې لپاره له نړیوالو د خپلې طرحې د ملاتړ خواست کوي، چې د طالبانو اوا مریکا تر منځ د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل اوازې ګرمې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
ټول نړیوال د ستاسو په استخبارتی جګړه باندی ریشخندونه وهی،سوله به هله راشی چه.
دولت د امریکا غلامی پریږدی،
طالیب د پنجابی غلامی پریږدی،
دولت او طالیب یو ځای سره کینی ،افغان وژنی څخه لاس واخلی،دا سوله ده.

اجمل

یو وار باید د حکومت طرحه هم وکتل شی او غور پری وشی. څه باید ورڅخه کم شی او څه پکی زیات شی. هر هغه څوک چی د سولی په خاطر کار کوی باید تقدیر شی که حکومت وی که طالب.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x