افغانستان

ټاکنو کمېسیون: لومړنۍ پایلې به د لړم د میاشتې په ۲۳ مه نېټه اعلان شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به د روانې «لړم» میاشتې په ۲۲ مه نېټه اعلان کړل شي.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر «مولانا محمد عبدالله» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې په مرکزي سرور باندې د هکرانو بریدونه، له بایومټریک دستګاوو څخه سرور ته د معلوماتو ورو انتقال، د څارونکو شکایتونو ته په ځنډ لاسرسی او د ډیجیټلي مرکز د عمومي دروازې تړلې پاتې کېدل هغه څه وو، چې له امله یې د ټاکنو لومړنۍ پایلې په ټاکل شوې نېټه اعلان نشوې.

د کابل حکومت ولسمشریزې ټاکنې چې د تېرې لمریزې میاشتې په ۶ مه نېټه ترسره شي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو، چې د همدې میاشتې په ۲۷ مه به د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوي؛ خو اوس ددې پایلو اعلان ته د لړم د میاشتې ۲۳ مه نېټه وټاکل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x