افغانستان

کونړ کې د دولتي عسکرو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د کونړ ولايت په ناړۍ ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښته شوې ده.

د ناړۍ ولسوال ګل زمان رسنيو ته ويلي، پاکستاني ملېشو په دوکلام سيمه کې ډيورنډ کرښې ته څېر ازغن تار تېراوه، چې دولتي عسکرو يې مخالفت وکړ او پاکستاني عسکرو پرې ډزې وکړې.

د کونړي ولايت رسنيز دفتر هم رسنيو ته په لېږل شوي پيغام کې ويلي، پاکستاني ملېشو د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې غیر قانوني تحرکات پيل کړي وو، چې د دولتي عسکرو له لوري يې مخنیوی وشو او ياده نښته رامنځته شوه.

د کونړ ولایت چارواکي تور لګوي، چې پاکستاني پوځيانو پر دولتي عسکرو ډزې کړي او دولتي عسکرو له خپل ځان او ولسه دفاع کړې ده.

د کونړ د ولايتي شورا دوو غړيو شېر زمين او محمد ساپي هم رسنيو سره په خبرو کې پر پاکستاني پوځيانو تور لګولی، چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پوځي تاسيسات جوړول، چې په پایله کې يې ياده پېښه رامنځته شوه.

د محمد ساپي په وينا د پاکستاني عسکرو په ډزو کې يوه مېرمن او يو سړی ټپيان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x