نړۍ

ټرمپ: د داعش مشر ابو بکر بغداد د امريکايي ځانګړو عسکرو په عملياتو کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۵ لړم، ۱۳۹۸ل): د امريکا ولسمشر ډونلډ ترمپ د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو پخلی کړی او وايي، چې نوموړی سوريه کې د امريکايي ځانګړو عسکرو په عملياتو کې وژل شوی دی.

ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل، د امريکا ځانګړو ځواکونو د شنبې په شپه ناوخته د داعش د مشر پر ضد عمليات وکړل او د دغو عملياتو پر مهال ابوبکر بغدادي ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.

د ابو بکر البغدادي خلاف څنګه عمليات شوي؟

نيوزويک مجلې ليکلي، د پنټاګون د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ د کره معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته يوه ډله د بغدادي خلاف علمياتو لپاره ګومارلې وه.

تېره ورځ دغه پوځي ډله د ادلب شمال کې هغې ودانې ته ننوتله، چې بغدادي په کې و، لږه شېبه وروسته لنډه نښته رامنځته شوه او وروسته ابو بکر بغدادي په خپلو چاودېدونکو توکو ځان وژلی دی.

رویټرز خبري اژانس د پنټاګون د چارواکو په حواله د يادې پېښې پخلی کړی، خو تر اوسه په دې اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.

«سي ان ان» امريکايي تلويزون هم ليکلي، چې د سوريې په شمال لويديځه سيمه کې د داعش مشر وژل شوی او د امریکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» د بغدادي د ځای موندلو کې له امریکايي پوځيانو سره مرسته کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې داعش وژل شوی ۴۸ کلن مشر ابو بکر بغدادي د عراق و، خپل اصلي نوم يې ابراهيم سامرائي و، په ۲۰۱۳ کال کې له القاعدې ډلې جلا شوی و.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د بغدادي پر سر ۲۵ ميليونه ډالره انعام ټاکلی و.

بغدادي په ۲۰۱۴ کال کې د موصل له جامع جومات څخه خپل خلافت اعلان کړی و او له ټولو مسلمانانو يې غوښتي و، چې د ده پر لاس بيعت وکړي.

د بغدادي تر مشرۍ لاندې داعش ډلې په عراق او سوريه کې لومړۍ جګړې له القاعدې ډلې سره پيل کړې، د القاعدې ډلې زرګونه غړي يې ووژل، همدارنګه په دواړو هېوادونو کې يې زرګونه عام مسلمانان هم وژلي دي.

داعش ډلې د ۲۰۱۴ کال په وروستيو کې په افغانستان کې هم فعاليت پيل کړی و، چې په هلمند، فراه، فارياب، بادغيس. لغمان او نور ولايتونه ترې طالبانو پاک کړل او له تېرو څو مياشتو راهيسې په ننګرهار او کونړ کې د طالبانو له لوري د داعش پر ضد عمليات روان دي او ډېرې سيمې يې ترې نيولي دي.

د چارو څارونکي وايي، د داعش مشر په داسې حال کې وژل شوی، چې د دغې ډلې د ژوند وروستۍ سلګۍ دي او له ابوبکر بغدادي وروسته داسې مشر نه لري، چې داعشيان پرې راټول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

السلام عليکم بغدادي ډرامه بالاخره پای ته ورسېده. په دې هيله چې ياد خبر به د سولې د مذاکراتو په بيا پيل مثبت اثر پرې باسي. د داعش سيمه ايز تهديد د سيمې هېوادونه له طالبانو سره اړيکو جوړولو ته اړ ايستل او د داعش ظهور د طالبانو لپاره د تهديد تر څنګ د سياسي بهره برداری يو ښه فرصت هم وو. خو.. لدې حادثې/ډرامې وروسته دوه احتماله شتون لري لومړی: د داعش وجود او فعاليت د القاعدې په څېر بې سېکه او يا په صفر ضرب شي. دوهم: په قبايلي يا شمالي سيمو کې د نوي مشرتابه تر نامه… نور لوستل »

فايز افغان

بغدادي خو مړ شو ، خو دې ده د احمقانه کړنو له لاسه به څو لسيزې موږ کړيږو.
عجيبه خو دا ده چې په خپل ځان يې فدايې حمله کړي چې دا خپله انتحار بلل کېږي.

الحاج استاذ بیانزی

دروغجن حافظه نه لری بغدادی څو ځله مړی او بیا ژوندی شوی دا اوس هم زوندی دی د دی د پاره چه د مرګ شیوه یی له نورو بدله کړی وایی انفلاقیه مواد یی د ځان پوری تړلی وو ځان یی خپله ووژلو. یو لوی مشر کله هم د ځان بوری انفلاقیه مواد نه تړی او چه بیا یی تړلی وی د نو څرنګه پری بریدګرو برید وکړو او هغه د بریدګرو منځ کی ولی ځانته جاودنه نه ورکوله دروغچن حافظه نه لری بغدادی د ګلبدین په شان یو نظامی بیس په یوه لویه بنګله کی ناست او له خایه… نور لوستل »

مؤمن

اذا حدث کذب،

فضل اللّٰه

ټرمپ غول خوري بغدادي چيرته د مجاهدینو په عملياتو کې وژل شوی دی ټرمپ ته د بغدادي ملېشو اوس خبر ورکړ
تا ليدلي پلار چيرته خواري کښ زوي وژلی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x