لیکنېنظــر

چین کې د بین الافغاني ناستې د ځنډ لاملونه او اغيزې..!

م.جميل باور

ټاکل شوې وه چې د روانې اوونۍ د دوشنبې او سشنبې په ورځو د افغان سولې په اړه د چین په پلازمينه “پیکېنګ” کې د چين په کوربتوب يوه بين الافغاني ناسته وشي، چې ټولو ګډونوالو به يې په دې هکله شخصي نظريات او طرحې وړاندې کولې.

خو د يادې غونډې له پيل دوه ورځې وړاندې تر نا معلومې نېټې وځنډېده. که څه هم د افغانستان سولې شورا یوې سرچينې رسنيو ته وویلي چې د دغې غونډې د ځنډ دوه لاملونه دي:

لومړی دا چې یوه هر اړخېزه اجنډا یې نه درلوده او دوهم دا چې د افغان حکومت لوری په کې نه لیدل کېده.

خو ازاد شنونکي او مبصرين د يادې غونډې د ځنډ اصلي لامل غونډې لپاره د لوژستيکي تياریو نه بشيړتيا په ګوته کوي.

دغه راز ځینې کارپوهان د کابل رژيم له لوري د سولې او ازادۍ ضد دريځ، هم د دې غونډې د ځنډ لامل بولي، د دې ډلې مبصرينو په اند ګډ حکومت کوښښ کوي، چې په دې ډول هڅو د اسلامي امارت د لا زياتې سياسي بريا او نړيوال اعتبار مخه ونيسي.

که د دې ډول غونډو د ځنډ لامل هرڅه وي، خو د افغان شخړې او غميزې د حل لپاره د دې ډول غونډو جوړېدل ډېر مهم دی، ټول افغان سياسيون بايد په يوه خوله د امريکا له لوري د افغانستان اشغال وغندي، د خپلواکۍ لپاره هڅې وکړي او له خپلواکي وروسته د يو پرمختللي او باثباته افغانستان له پاره په ګډه سلامشورې وکړي.

ګډ حکومت، چې يوازې د خپل واک د غځيدو لپاره یې تل د داسې غونډو سره خپل مخالفت ښودلی له دې وروسته به هم دا ډول هڅې کوي؛ خو اسلامي امارت، چې دافغان اولس رښتینی استازی دی، او نور با احساسه سياسيون بايد خپل منځ کې د اشغال د خاتمې او يو پرمختللي او باثباته افغانستان لپاره خپلو مشورو ته دوام ورکړي، او پرې نه ږدي، چې يو څو خرڅې شوې څېرې د هيواد پر برخليک لوبې وکړي.

اسلامي امارت د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره څرګنده پالیسي لري، چې لومړی بايد له بهرنيو اشغالګرو سره د هيواد د خپلواکۍ د بېرته اعادې په هکله يوې هوکړې ته ورسيږي، له هغه وروسته بيا د ګډ حکومت له چارواکو سره هم د اشخاصو په حيث خبرې کيدلای شي، همدا دريځ باید همداسې تعقيب کړي.

خو امريکا چې د نړۍ تر ټولو ډېر غدار او ژمنه ماتونکی هيواد دی، د اسلامي امارت استازي بايد په مذاکراتو کې ډېر په احتياط ګامونه واخلي او د نظامي ډګر په څېر سیاسي ډګر کې هم سوبه په خپل نوم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x