نړۍ

دیمن ولس مشر صالح ددرملني لپاره دسعودي عرب پلازمیني ریاض ته ورسیدي

ali_abdullah_salih (نن ټکي اسیا جون ۲۰۱۱/۰۵) صنعا: دیمن ولس مشر علي عبدالله صالح تیره ورځ دیمن دولس مشرپرماڼي باندي دیو برید له کبله ژوبله شوی وو.

په برید کي ځیني لوړرتبه چارواکي وژل شوی هم وو، له برید څخه وروسته دڅه وخت لپاره داسي ګنګوسي وي چي کیدای شي علي عبدالله صالح دي وژل شوی وي.

په یمن کي وعبدالله صالح ته نژدي سرچینوله بی بی سي نړیوالي خبري رسني سره په خبروکي وویل، چي دعبدالله صالح وزړه ته څیرمه یوه کوچني پرزه ننوتلي ده، اوهمدارنګه سینه، غاړه اومخ یی سوځول شوی دي چي ډاکټرانو ورته ددوهمی درجي سوځني درجه ورکړی ده.

ولسمشر صالح دسعودي عرب په یوه امبولانس ډوله الوتکي کي دسعودي هیواد پلازمیني ریاض ته ددرملني لپاره ورسول شو، راپورونو کي راغلي چي یوي بلي الوتکي بیا دنوموړي دکورني نژدي غړي وسعودي عرب ته رارسولي دي، دخلیج ديپلوماټیکو سرچینو له خواڅخه خبرونه ورکول شوی دي، وایی چي علي عبدالله صالح هغه وخت وسعودي ته ددملني لپاره راوستول شو، کله چی سعودي ډاکټرانو دجرمني هیواد دډاکټرانو له یوي ټولني سره خبره وکړه اوهغوي ورته دانظرورکړ چی صالح دي ددرملني لپاره ریاض ته راوستل شي.

عیني شاهدان وایی کله چی عبدالله صالح دریاض پرنړیوال هوایی ډګرباندي له الوتکي څخه راکوز شو نوموړی په خپلو پښو روان وو، خو پرغاړه اومخ باندي یی زخمونه له ورایه مالومیدو.

ښاغلي صالح دنورو لوړرتبه چارواکو په شمول دیمن دپلازمیني صنعا په جنوب کي په الناهداین جامع جومات کي دجمعي مبارکي لمونځ اداکاوو چي چاودنه رامنځ ته شوه، په نومړیو کي داسي فکرکیدی چي کیدای شي مسجد دي دتوپو دګولیو ترهدف لاندي راغلي وي، خووروسته بیا امنیتي چارواکو خبرورکړ، وایی کیدای شي په  مسجد کي لاله وړاندي چاودیدونکي مواد ځای پرځای شوی ول.

له چاودني څخه وروسته دولسمشر په خپل غږ کی یو پیغام خپور شو، خوخپله پررسنیوباندي نشو راښکاره  له دي امله له خلګو سره ویره پیداشوه چي کیدای شي ولسمشر دي دوژل شوی وي.

علي عبدالله صالح دبرید پړه دنوموړي دقبیلي دمخالیفینوپر مشر شیخ صادق الاحمر ورواچوله خو دحشید دقومي ټولني مشر شیخ الاحمر دغه تورپه کلکه سره رد کړ، اوزیاته یی کړه چی زما دقوم وګړي په دغه برید کي هیڅ ډول لاس نه لري.

بخت الرحمن بخت ،،،،،،،،،،،،،،،،،، نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x