نړۍ

د امريکا دفاع وزير: زموږ عسکرو هڅه کوله، ابو بکر بغدادي ژوندی ونیسي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د امریکا دفاع وزير مارک ايسپر وايي، وړمه ورځ د امریکا ځانګړو ځواکونو د داعش ډلې د مشر ابو بکر بغدادي پر ضد د عملياتو پر مهال هڅه کوله، چې هغه ژوندی ونيسي، خو په عين حال کې يې د نوموړي د وژلو لپاره هم تیاری نیولی و.

مارک ایسپر له «سي ان ان» تلويزون سره د مرکې پر مهال وويل، کله، چې امريکايي عسکر د بغدادي کور ته ورسېدل، هغه يوه تونل ته ننوت او هلته يې ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او له ځان سره يې خپل درې بچي هم ووژل.

د امریکا د دفاع وزير زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې دوه امریکايي عسکر او يو پلټونکی سپي هم سرسري ټپيان شوي.

د مارک ايسپر په وينا د امریکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» د بغدادي ځای موندلو کې مرسته کړې او د کور له موندلو وروسته يې پر ضد د عملياتو لپاره چمتووالی ونیول شو.

د پنټاګون سرچينو ويلي، دغه عمليات په عراق کې د پرتو امريکايي ځانګړو پوځيانو له لوري ترسره شوي دي.

د امریکا مرستيال ولسمشر مايک پنس هم په دې اړه رسنيو ته وويل، د تېرې جمعې په ورځ «سي ای اې» او د پنټاګون چارواکو د بغدادي په اړه ټول معلومات له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره شريک کړل او د دغو عملياتو په اړه ټولې لارې چارې د ولسمشر له لوري ارزول شوې وې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ ناوخته په سپينه ماڼۍ کې رسنيو سره د خبرو پر مهال د ابو بکر بغدادي د وژلو پخلی وکړ او زياته يې کړه، چې نوموړی د سپي په مرګ مړ شو او خپل درې زامن يې هم له ځان سره ووژل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x