افغانستان

ارګ د داعش ډلې د مشر له وژل کېدو هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): ارګ وايي، تروریزم د بشریت د بې سرحده دښمن په توګه پېژني او د امریکايي ځواکونو له لوري د داعش ډلې د مشر «ابوبکر البغدادي» له وژلو هرکلی کوي.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي «د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له یادو عملیاتو د هرکلي ترڅنګ، تروریزم د بشریت دښمن ګڼي چې سرحد نه پېژني او د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ دی او د ابوبکر بغدادي وژنه چې د تروریستي ډلو د خطرناکو رهبرانو څخه وو، داعش ډلې ته ستره ضربه بولي.»

خبرپاڼه وړاندې لیکي «دا چې د تروریزم شومه پدیده له کلونو راهیسي زموږ له ولسونو قرباني اخلي، د تروریستي ډلو د رهبرانو په ځانګړي ډول د داعش د رهبر ابوبکر بغدادي وژل، نه یواځې د تروریستي بریدونو د کموالي او د افغانستان د امنیت د تامین لپاره مهم دي، بلکې د سیمې او نړۍ پر امنیت او ثبات هم مثبت اغېز لري.»

ددې ترڅنګ ارګ له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ د ټولو هیوادونو تر منځ په ګډه همکارۍ ټینګار کړی او د ورته چټکو عملیاتو غوښتنه يې کړې.

یاده دې وي، چې وړمه ورځ د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» اعلان وکړ، چې ابوبکر البغدادي یې په سوریه کې وژلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x