افغانستان

ميدان وردګ کې ۳۰ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل):  طالبانو ميدان وردګ ولايت په دوو بيلابيلو ولسواليو کې په دولتي عسکرو بريدونه کړي دي او ۳۰ تنه دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تيره شپه يې د ميدان وردګ ولايت په چک او سيد اباد ولسواليو کې د امنيتي عسکرو د ګزمې په کتارونو بريدونه او چاودنې کړي دي چې په نتيجه کې يې ۱۹ دولتي عسکر وژلي او ۱۱ نور ټپيان کړی دی.

ذبيح الله مجاهد وايي چې د چک ولسوالۍ خوات درې په سيرک، بمبای او محمد يارخيل سيمو کې يې په د دولتي ځواکونو بريدونه او چاودنې کړي دي چې په نتيجه کې يې دوه ټانګونه ويجاړ کړي دي او ۱۱ دولتي عسکر په کې وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

همدا راز مجاهد ويلي دي چې د سيداباد ولسوالۍ په ملي خيلو سيمه کې يې هم د دولتي عسکرو د موټرو په کتار بريد کې ۸ عسکر يې وژلي او د قومندان زلمي په ګډون يې ۶ تنه نور ټپيان کړي هم دي.

مجاهد په دې بريدونو کې د درې تنو طالبانو د ټپي کېدو خبر هم ورکړی دی.

تر اوسه د ميدان وردګ ولايت چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو کې په دولتي ځواکونو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي چې له امله يې د دولتي عسکرو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x