افغانستان

کونړ: د پاکستاني ځواکونو په برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اوو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د کونړ والي عبدالستار میرزکوال رسنیو ته نن د دوشنبې په ورځ ویلي چې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې درې میرمنې وژل شوي او څلور ماشومان ټپيان شوي دي.

د کونړ والي ویاند عبدالغني مصمم هم ورته معلومات ورکړي دي او ویلي يې دي چې تېره ورځ ماسپښین د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ډیورنډ کرښه غیر قانوني تحرکات را منځته شوه، دوی غوښتل چې د افغانستان خاوره کې دننه چیک پوسټونه جوړ کړي، چې له امله یې د ولسي غبرګون سره مخ شول او یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

نوموړي وویل چې د پاکستاني ځواکونو په راکټي بریدونو کې ۳ میرمنې وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

د کونړ د ولایتي شورا غړي شیرزمان منشي ویلي چې پيښه په دو کالم سیمه کې هغه مهال را منځته شوه چې پاکستاني ځواکونو ۳۰۰ څخه بیا تر ۴۰۰ متره شاوخوا پر ډیورنډ کرښه د افغانستان خواته تجاوز کړی وو او د چیک پوسټ جوړولو هڅه یې کوله.

باید وویل شي چې پاکستان له تیرو دوه کلونو راهیسي د افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه اغزن تارونه او چیک پوسټونه جوړول پيل کړي چې اکثره برخه یې تکمیل شوې ده. د ډیریو مدني فعالانو په نظر د اشرف غني د ادارې له خوا د پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه معامله شوې او دغه کرښه ورسره رسما منل شوې خو ارګ دغه خبرونه رد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

خبیسی رسنی د اشرف غنی له ادرسه هیڅ داسی معامله ندی شوی، هسی غول خوری د پنجاب سپیانو دی موضوع ته له مطبوعاتی لاری د رسمیاتو بڼه ورکوی چی دا ارمان به مو ګور ته یوسی، که اشرف غنی امضا کړی بیا پاکستان له چا ډاریږی ولی یی له رسنیو سره نه شریکوی؟ اوبله دا چی دا د اشرف غنی او کرزی او د لنډغور د وس خبره ندی دا د میلیونو ولسونو تصمیم ندی چی تر قیماته پوره به هم دا تصمیم و نه نیول شی، او دا خلک به جلا نشی، خدای مو تباه کړه پدی مرداره رسنی… نور لوستل »

جميل

ډيورنډ خو لا آ خوا ته دی ، بيشرفه غنی د خپل کور قباله او بشپړ واک امريکی ته وسپارل ، په هره دروازه چی امريکايان ووتل او په هره چی ن نوتل او د کور په منځ کی په هر چا کی چی وغورځيدل او پر هر چا چی سپاره شول څوک يی د پوښتنی حق نلری ، د پوښتنی حق لا څه غلامانوته يی غټ ویاړ دی چی د امريکایی نسل نا مشروع ورثه ولری . يو واری ظالم اشغاګر له هيواده وشړل شی بيابه پاکستانی د نر بچی وبولو چی ګران افغانستان ته دی يو راکټ هم… نور لوستل »

عبد الله

شک نسته چی د اشرف غنی حکومت غلام دی خو ستاسو حکومت کی بیا تور لینګی پنجاپیانو د شمال شزی او انجونی پاکستان ته یورلی تاسو غیرت او ایمان هلته چیرته وو؟؟ د غنی دفاع نه کوم خو ستاسو غیرت او افغانیت هم ختم دی. جمیل! تا د کابل یو هوتل کی پر عام واده زانمرګی روا بللی او شه کار دی ورته ویل ستا غیرت وجدان او ایمان او افغانیت هلته شه معلوم شو جی ته سوک یی، هغه د زنانه لاسونه جی په اوژه کی پری وه او تا دا کار سم بلی ستا پر انسانیت حتی شک… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x