افغانستان

په نوې رغېدونکي ښوونځي کې چاودنې اوه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې په یوه ښوونځي کې د چاودنې له امله درنه مرګ ژوبله را منځته شوې.

د راپورونو سره سم په چاودنه کې دوه تنه مزدروان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

چاودنه نن د دوشنبې په ورځ سهار هغه مهال را منځته شوه کله چې مزدورانو د بیا رغونې په کار پیل وکړ.

تر اوسه هیڅ ډلې ددغې پيښې مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی، خو ددې تر مخه په ننګرهار کې دداعش ډلې د ورته پيښو مسؤولیت په غاړه اخیستی او په مکرر ډول یې ښوونځیو، روغتونونو او مساجدو پر خلاف عملیات کړي او هم یې ګواښونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x