ورزش

ولې د لوبډلې له اعلان وروسته همیشه غوراوي کمیټې له غبرګونونو سره مخ وي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمیټې د ویسټ انډيز پر وړاندې یو ورځنیو او شل اوریزو سیالیو لپاره شپاړس کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د غوراوي کمیټې مشر انډي مولز د لوبډلې نوملړ په اړه ویلي چې په کورنۍ او نړیوالو سیالیو کې ځلیدونکي او هغه لوبغاړي چې تخنیک یې درلود اخیستل شوي دي.

خو د لوبغاړو د نوملړ له اعلان وروسته د کرېکټ مشهورو شنونکو، د کورني سیالیو زونونو مشرانو او ځینې نورو لوبغاړو د غوراوي کمیټې پر پریکړه نیوکې کړي دي.

دا لومړی وار نه دی چې د غوراوي کمیټې له اعلان وروسته دوی له سختو نیوکو او غبرګونونو سره مخ کیږي، بلکې له دې وړاندې هم څو ځل تکرار شوي دي، دا د غوراوي کمیټې دوه ګونی چلند او ناسم .. ښکارندوی کوي.

د ویسټ انډيز پر وړاندې سیالیو لپاره د لوبډلې په نوملړ کې د حشمت الله شهیدي، منیر کاکړ، نجات مسعود، او نور علي ځدران نه شاملېدل په پراخه کچه غبرګونونه راپارولي او د غوراوي کمیټې دغه پریکړه یې بې بنسټه او پر دلیل ولاړه نه ده بللې.

حشمت الله شهیدي د افغانستان لپاره په تېره اوږده موده کې یوازینی لوبغاړی دی چې تخنیکي لوبه ترسره کوي او د افغانستان لپاره تر ټولو زیات اوسط لري، نوموړي په نړیوال جام کې د سختو لوبډلو پر وړاندې ۳ نیمه سلیزې ووهلې.

د راپورونو سره سم غوراوي کمیټې د حشمت شهیدي په اړه ویلي چې پخوانی مشر روزونکی فیل سیمنز چې اوس د ویسټ انډيز روزونکی دی، د حشمت شهیدي په تخنیک پوه دی او نوموړی به ونشي کړای سمه لوبه ترسره کړي، همدا لامل دی چې نوموړی له لوبډلې لرې کړل شوی.

خو یو شمېر شنونکي دغه پریکړه د شهیدي په اړه بې بنسټه بولي، دوی وایي که چیرې فیل سیمنز د شهیدي په تخنیک پوه دی باید له نیمې زیاته لوبډله کښینول شي چې د فیل سیمنز تر روزنمشرۍ لاندې یې سیالۍ ترسره کړي دي.

دویم لوبغاړی تکړه توپ وهونکی او ویکټ کیپر منیر کاکړ دی چې له تېرو پنځو کالونو راهیسې په کورني سیالیو لیست ای، یو ورځنۍ او شل اوریزو کې لوبیږي، خو پرځای یې جاوید احمدي چې یوازې په سږني شپږیزه لیګ کې ښه وځلید په لوبډله کې ځای وموند.

منیر کاکړ د یادې پریکړې په اړه غبرګون څرګند کړ، نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي: «بالا خو بله لار نسته همدا یوه لاره سته چې در پریږدو»، دغه راز نوموړي د طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې په کورنۍ هر ډوله سیالیو کې یې خپله وړتیا ثابته کړې ده خو نه پوهیږي چې ولې غواروي کمیټې ورسره دوه ګوني چلند کوي، او دوی د لوبغاړي انتخاب لپاره نور کوم معیار ټاکلي دي؟.

کاکړ زیاتوي چې کرېکټ بورډ د نوموړي په غبرګون له ده سره رابطه نه ده کړې، خو د غوراوي کمیټې مشر انډي مولز سره په پیغامي رابطه کې راته وویل شول چې په بنګلدیش کې په یوه سیالۍ کې نه ځلیدل او یو کیچ غورځول یې د لرې کولو لامل دی، «زه نه پوهیږم په یوه سیالۍ او یو کیچ غورځولو څرنګه د یوه لوبغاړي په یوه لوبلړۍ کې «۸۰۰» منډې هیرې شي؟».Image may contain: text

ویل کیږي چې د منیر کاکړ په اړه د کرېکټ بورډ غړي او سیاسي چارواکي ضیاء الحق امرخیل د پریکړې څيړلو امر کړی دی.

د نجات مسعود او نور علي ځدران په اړه هم تر دې دمه غوراوي کمیټې څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د شپږیزې سیالیو پرمهال راشد خان ویلي وو چې هر هغه لوبغاړي به لوبډله کې ځای مومي چې په شپږیزه لیګ کې ولوبیږي.

نجات مسعود په شپږیزه لیګ کې تر ټولو زیاتې ویکټې اخیستونکی لوبغاړی و، نوموړي په ۸ سیالیو کې ۱۱ ویکټې واخیستې، دغه راز نور علي ځدران چې له تخنیک سره سره د یاد لیګ تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی و، نوموړي په ۷ سیالیو کې په «۷۰.۸۰» اوسط سره تر ټولو زیاتې «۳۵۴» منډې جوړې کړې.

د بېلا بېلو شنونکو او کرېکټ پوهانو په وینا په غوراوي کمیټې کې خو یا انډي مولز د سختې شکر ناروغۍ له کبله نشي کولای لوبغاړي په بشپړ ډول وڅاري او یا هم د نورو فشارونو له کبله لوبغاړي انتخاب کیږي.

د یادونې وړ ده چې د لوبډلې په نوملړ کې د جاوید احمدي، اکرام علیخیل، فرید احمد ملک او حضرت الله ځاځي په انتخاب غوراوي کمیټې له غبرګونونو سره مخ ده، ویل کیږي دا هر څه په کرېکټ بورډ او غوراوي کمیټې کې د غیر تخنیکي کسانو د موجودیت له کبله رامنځته کیږي، چې د معیار پر اساس نه بلکې د تربګنۍ او اړیکو پر اساس لوبډله انتخابوي.

له طلوع نیوز سره د منیر کاکړ مرکه:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x