افغانستان

ارګ: د ابوبکر البغدادي وژنه د افغانستان د امنیت لپاره مهمه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د مړینې په مناسبت د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د هغه مرګ د افغانستان، سیمې او نړۍ پر امنیت مثبت اغیز لري.

په خبرپاڼه کې د داعش د مشر پر خلاف د امریکا د پوځ عملیاتو ستاینه شوې او ویل شوي چې د «تروریزم» د شر څخه د خلاصون یواځینۍ لاره د ورته چټکو او پر موقع عملیاتو تر سره کول دي.

باید وویل شي چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د وژنې تایید وکړ او وې ویل چې هغه د خپل یو شمیر ملګرو او دوه میرمنو په شمول د سوریې په ادلب ښار کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

که څه هم د افغانستان حکومت او امریکا د پاکستان سره پر سرحدي سیمو د داعش ریښې د عراق او سوریې داعش ته منسوبوې خو د افغانستان د پخوانیو دولتي چارواکو او سیمې خلکو په نظر په افغانستان کې په نامه داعش د حکومت او امریکا را منځته شوې یوه پدېده ده، تر څو طالبان باندي کمزوري کړي او د بهرنیو ځواکونو پر خلاف مقاومت متاثره کړي.

په زابل، فاریاب او سرپل کې د داعش د لمنځه وړلو وروسته ویل کیږي طالبانو په ننګرهار او کونړ کې هم پراخ عملیات پیل کړي او ډیرې سیمې یې د داعش له ولکې ازادي کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x