
شاهین: چین ته د ملابرادر اخند او پلاوي سفر په اړه خبرونه حقیقت نه لري
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین د نن ټکی اسیا د پوښتنې په جواب کې هغه راپورونه رد کړه چې ګواکي د طالبانو سیاسي معاون او د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخند او ورسره پلاوی دي چین هیواد ته تللی وي.
نوموړي وویل چې په دې اړه نشر شوي خبرونه حقیقت نه لري، ملا برادر اخند په قطر کې دی او خپل په ورځنیو سیاسي فعالیتونو بوخت دی.
دځینو رسنیو دا ادعا چې د ا.ا. امارت د مرستیال اود سیاسي دفتر د مشر محترم ملا برادر اخند په مشرۍ دسیاسي دفتر یو هئيت چین ته تللی، حقیقت نلري. ځينې داسې معلومې رسنۍ دخپلو موخو لپاره تل دتصدیق پرته خبرونه او اوازې خپروي.
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) October 28, 2019
باید وویل شي چې ټاکل شوې وه طالبان په چین هیواد کې په یوه بین الافغاني غونډه کې ګډون وکړي چیرې چې به د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول سیاسي شخصیتونه او ځیني دولتي چارواکي په غیر رسمي ډول ګډون کوي.
خو د اکتوبر میاشتې پر نهه ویشتمه او دیرشمه ټاکل شوې دغه غونډه د نامعلومو اسبابو له وجې وځنډېده خو ګمان کیږي چې د امریکا او کابل ادارې د غوښتنې پر اساس به چین د غونډې جوړولو څخه پر شا شوی وي.
ددې تر مخه طالبانو په روسیه او دوحه کې ورته کانفرانسونو کې ګډون کړی دی او د کابل ادارې یې تل پر وړاندي منفي غبرګون ښودلی دی.