شعـــــرونه

ګورو به چې څه کیږي!

انجينر عبدالکبير طلايي

ګرانه زندګي شوله، ګورو به چه څه کيږي
څه شرمندګي شوله، ګورو به چه څه کيږی

رنګا رنګ مودونه شوه لار له ټولو ورکه ده
پاته سادګي شوله، ګورو به چه څه کیږي

هغه د قلم عفت نه وینم لیکنو کې
څومره بدرنګي شوله، ګورو به چه څه کیږي

هرې پروسې دلته قام ټوټه ټوټه کړلو
جوړه ګنده ګي شوله، ګورو به چه څه کیږي

جړه مشوړه شوله سر و بر ئې نه ښکاري
څه ټګي برګي شوله، ګورو به چه څه کیږي

خوله باندی خوږې خوږې پټی دي ترخې ترخې
شک کې بندګي شوله، ګورو به چه څه کیږي

بل ته مسئلې کوي خپله پرې حملې کوي
دغه بزرګي شوله، ګورو به چه څه کیږي

دا ونه میوې سره ټوله زهرجنه شوه
وړ د تبرګي شوله، ګورو به چه څه کیږي

چاته په اخلاص باندې لاس څوک ورکوی نه شي
ټوله دوه رنګي شوله، ګورو به چه څه کیږي

اوس د طلائي مینه دلته نیمه خوا ښکاري
پاته په زړګي شوله، ګورو به چه څه کیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

دا ونه میوې سره ټوله زهرجنه شوه
وړ د تبرګي شوله، ګورو به چه څه کیږي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x