روغتیا

د اوږدې مودې لپاره کار کول مو نور هم ګنجي کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۳۹۸ل): ویښتان د بدن په ښکلا کې ځانګړی رول لري، خو ګنجی سر یا ویښته تويېدل د هیچا نه خوښیږي، ځینې طبي پوهان په ورځ کې له لسو تر پنځلسو ویښتان تویېدل کومه لویه ستونزه نه بولي خو که دغه شمېره لوړه وي بیا یې باید د مخنیوي لپاره روغتیایي لارې چارې په کار واچول شي.

ساینسپوهانو د ګنجي کېدو لاملونو څرګندولو او د درملنې لپاره بېلا بېلې لارې ښودلي چې تر دې دمه یې ډيرې دا پایلې موندلي چې ګنجي کېدل د میراثي علتونو له کبله رامنځته کیږی، په ځانګړي ډول په نارینه و کې دغه ستونزه زیاته لیدل کیږي.

خو اوس د سویلي کوریا روغتیا پوهانو د بېلا بېلو څيړنو په پایله کې ویلي چې ګنجي کېدل د زیات کار کولو سره ژور تړاو لري.

دغه څیړنه چې «ټي انلاین» جرمنۍ ورځپاڼې خپره کړې، د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۷م کالو ترمنځ په ۱۳زره کسانو ترسره شوې ده، دغه کسان پر درې ټولیو ویشل شوي چې یو یې په اوونۍ کې ۴۰ ساعته کار کاوه، دویم یې ۵۲ او دریم یې له دې پورته.

پوهانو ددغو کسانو په اړه چې څومره اندازه کار یې کاوه وڅيړل، لامل یې د بدن څخه رامنځته شوي هورمونونو ته منسوب کړ چې د زیات کار له امله د استراحت او ارام نشتوالي له کبله له ذهني فشار سره مخ دي.

دغه پایلې د هغو پخوانیو سره تړوا لري چې د ذهني فشار له کبله دفاعي سیستم باندې اغیز کوي، دغه مهال د انسان دفاعي سیستم نشي کولای چې د ویښتو تویېدو پرمهال ددې بیا راشنه کېدو او وده ورکولو کې مرسته وکړي او په سمه توګه یې تنظیم کړي.

پوهان زیاتوي چې د ویښتانو وده کول له درې مرحلو تیریږي، کله چې په لومړي سر کې وده پېل کړي او په چټکۍ سره اوږدیږي، دویم هغه مرحله په کوم کې چې د ویښتانو بیخونه یا ریښې کمیږي او دریمه مرحله د ځينو مادو فعالیت کمیدل دي، دا هغه مرحله ده چې اوږده ویښتان په کې له منځه ځي خو پرځای یې نوي ویښتان وده پېل کوي.

خو ذهني فشار کوم چې له اوږد کار څخه رامنځته کیږي دغه پروسه اغیزمنوي او د ویښتانو توییدل ډيروي، دا هغه مرحلې ته داخلیږي په کوم کې چې نوي ویښتان وده نه نشي کولای.

له دې وړاندې چې ګنجي شئ د ویښتانو توییدلو مخنیوی وکړئ، ددې لپاره پوهانو یو شمېر ځانګړې لارې په نښه کړي دي، د ویښتانو توییدو اصلي لامل میراثتوب او د ویټامینونو کمښت دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
masoom afghan

ویښتان PRP کولو سره دریژي.
سر کې یو قیسم اوبه پیدا کیژي چې هغه وینه نرۍ او خرابه کړي.

بیا نو په PRP کړلو سره هغه اوبه رواباسي او نوې وینه د بدن له بل حصې یا دوۍ سره وی دې ستنې په واسطه داخلې کړي.

یو بل علاج یې داده هر چا چې ویښتان نه وی.
دا طریقه دې ورسره وکړي.
بازار کې دې Black sea تیل روانیسې او مرجان به 8 نقطې ورسره ګډ کړې.
یوه میاشت دې په هغه خالی ځاﺉ مُشې
انشاءالله دالله په فضل وکرم سره شنه کیژي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x