افغانستان

د ټاکنو کميسيون: د ولسمشريزو ټاکنو پايلې به د راتلونکې ليندۍ مياشتې په ۱۵مه اعلان شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي، د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پایلې به د راتلونکې ليندۍ مياشتې په ۱۵مه اعلان شي.

د ياد کميسيون يوه وياند عبدالعزيز ابراهيمي نن په کابل کې رسنيو ته وويل، د کميسيون غړو له سلامشورو وروسته پرېکړه کړې، چې د ولسمشريزو ټاکنو پایلې به د ليندۍ په ۱۵مه اعلان کړي.

د تېرې تلې مياشتې په ۶مه ولسمشريزې ټاکنې ترسره شوې، چې شاوخوا يو ميليون خلکو په کې ګډون کړی و او له تېرې يوې مياشتې راهيسې د ټاکنو کميسيون څو ځله د پایلو اعلانولو په اړه بېلابېلې څرګندونې کړي دي.

د ټاکنو کميسيون په لومړيو کې ويل، چې په ۲۴ ساعتونو کې به لومړنۍ پایلې اعلان کړي، بيا يې د تلې ۲۷مه وښوده، د تلې په ۲۷مه هم اعلان نشوې، تر هغې وروسته يې د روانې لړم مياشتې ۱۶مه نېټه وښوده، چې پایلې به يې اعلان کړي، خو د ټاکنو کميسيون مشرې حوا عالم نورستاني تېره ورځ په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د شفافيت له امله يې د پایلو اعلانول ځنډولي او دغه پایلې به د لړم په ۲۳مه اعلان شي.

خو د ياد کميسيون وياند نن يو ځل بيا وويل، چې د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پایلې به د راتلونکې ليندۍ مياشتې په ۱۵مه اعلان شي.

د کميسيون د غړو ترمنځ اختلاف

د کميسيون يوه غړي اورنګزيب تېره ورځ رسنيو ته ويلي و، د ټاکنو کميسيون د غړو ترمنځ د اختلافاتو له امله له تېرو درې اونيو راهيسې د ټاکنو پایلې اعلانول له ځنډ او خنډ سره مخ دي.

د ټاکنو د چارو څارونکي هم د پایلو د اعلان ځنډېدو په اړه اندېښمن دي.

د اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټيم څارونکي داود سلطان زوی ويلي، له معقول لامل پرته د پایلو ځنډول د منلو وړ نه دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټيم څارونکي نورحمان اخلاقي ويلي، د يو ميليون او ۹۳۲زرو رايو شمارل دومره وخت نه غواړي او د پايلو د دومره ځنډول د دوی لپاره حيرانوونکي دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x