د ابو بکر بغدادي له وژلو سره به داعش ډله ختمه شي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): په منځني ختيځ او ټولې نړۍ کې د سخت دريځۍ او ترهې خپروونکې داعش ډلې مشر ابو بکر البغدادي د سوريې په شمال لويديځ ادلب ښار کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو د عملياتو پر مهال خپل ځان له درې زامنو سره وژلی دی.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ ناوخته په سپينه ماڼۍ کې رسنيو سره په خبرو کې د بغدادي د وژلو پخلی وکړ او د هغه مړينه يې د امریکايي ځواکونو ستره لاسته راوړنه وبلله.

د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې هم د داعش د خاتمې ادعاوې کړي، خو تر هغې وروسته داعش د عراق، سوريې او افغانستان سربېره په لويديځو هېوادونو د يو شمېر بریدونو پړې منلي دي.

داعش ډله څنګه رامنځته شوه؟

داعش له القاعدې جلا شوې ډله ده، القاعده د تېرې پېړۍ په نويمو کلونو کې «د جماعت التوحيد والجهاد» په نوم پيژندل کېده، وروسته په القاعده بدله شوه، خو په ۲۰۰۳ کال پر عراق د امريکا له برید وروسته دغه ډله په عراق کې فعاله شوه او په ټول هېواد کې يې د امریکا پر ضد پراخ عمليات او بریدونه پيل کړل.

پر عراق د امريکايي یرغل په لومړيو کې کلونو کې سنيانو د «انصار الاسلام» ډلې په نوم مقاومت پيل کړ، چې په اصل کې د القاعدې غړي وو او د مقتدا صدر په مشرۍ شيعه وسله والو هم د څه مودې لپاره په مقاومت کې ګډون وکړ، خو له څه مودې وروسته يې بېرته له امريکا سره روغه وکړه او د امريکا تر سيوري لاندې نظام برخه شول.

دغه مهال په عراق کې د لومړي وزير نورالمالکي حکومت جوړ شو، چې له امله يې په دغه هېواد کې د سني او شيعه جګړې ته لمن ووهل شوه او عراق عملا په مذهبي جګړو اخته شو.

د نور المالکي حکومت په عين حال کې د امریکا او ایران ملاتړ له ځان سره درلود.

په دغو وختونو کې د القاعدې يوه اردني قومندان ابو مصعب الزرقاوي نوم ډېر مشهور شو، چې د امریکا پر ضد جګړې له امله د رسنيو سرټکی شو.

د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج بوش، نوموړی «خپل ليونی دښمن» بللی و.

ويل کيږي، چې ابو مصعب الزرقاوي عراق کې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن په امر مقاومت پيل کړی و، چې د امريکايي عسکرو لپاره ستر سرخوږی او بالاخره په ۲۰۰۶ کال کې د امريکايي الوتکو په بمبار کې ووژل شو.

د زرقاوي له وژل کېدو وروسته ابو عمر البغدادي د هغه ځای ناستی شو او په عراق کې يې د اسلامي دولت د جوړولو اعلان وکړ، په ۲۰۱۰ کال کې د ابو عمر البغدادي له وژل کېدو وروسته ابو بکر البغدادي، چې اصلي نوم يې «ابراهيم عواد سامرائي و» د هغه ځای ناستی شو.

ويل کيږي، چې بغدادي هغه مهال هم د القاعدې له مشرتابه سرغړونې کولې، خو دا خبرې تر ډېره رسنيو ته نه وې راوتلې، په ۲۰۱۱ کال کې، چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن ووژل شو، د هغه له وژل کېدو دوه کاله وروسته يعنې په ۲۰۱۳ کال کې نوموړي له القاعدې لاره جلا کړه او د خپلو پلويانو په ملتيا يې له القاعدې سره جګړې پيل کړې.

دغه مهال په سوريه کې هم د بشارالاسد ديکتاتوري رژيم پر ضد خلکو سوله ييز پاڅون پیل کړی و، چې داعش ډلې دا وخت غنيمت وباله او هلته يې وسله وال فعاليت پيل کړ، له هغه وخته داعش ډلې خپل ځان د عراق او سوريې اسلامي دولت په نوم پيژانده.

په ۲۰۱۴ کال ابو بکر البغدادي د موصل ښار په جامع جومات کې راښکاره شو، د خپل تش په نوم خلافت اعلان يې وکړ او ادعا يې وکړه، چې په پنځو کلونو کې به تر هند او پرتګال پورې د خپل حاکميت ساحه پراخه کړي.

دغه مهال داعش ډلې د عراق او سوريې سربېره د افغانستان په ختيځ او نورو سيمو کې هم فعاليتونه پيل کړل.

ایا د بغدادي له وژلو سره به داعش ډله ختمه شي؟

په عراق، سوريې او افغانستان کې د داعش ډلې ډېری جګړې د مسلمانانو پر ضد وې، په جوماتونو او عامه ځايونو کې يې بریدونه او چاودنې کولې او د دوی خلافت نه منونکي يې مرتدين بلل.

داعش په عراق او سوريه کې نورې جهادي ډلې يا کمزورې او يا هم له منځه يوړې، بيا امريکايي ايتلاف په عراق او سوريه کې د داعش او نورو ډلو پر ضد عمليات پيل کړل، چې د عراق او سوريې ټوله خاوره يې ترې ونيوله.

په افغانستان کې د داعش ډلې د راپيدا کېدو په لومړيو کې د کابل ادارې چارواکو ويل، چې داعش د طالبانو پر ضد جګړه کوي او دوی ته ترې خطر نشته.

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي شورا غړو او ګڼو کارپوهانو ويل، په افغانستان کې د داعش د فعاليتونو تر شا د ګډ حکومت او امريکايي استخباراتو لاس دی.

خو طالبانو په هلمند، جوزجان، زابل، فارياب، بادغیس، لغمان او نورو سيمو کې د داعش پر ضد قاطع عمليات وکړل، دغه ډله يې له منځه يوړه او له تېرو څو مياشتو راهيسې په ننګرهار او کونړ کې هم د دغې ډلې پر ضد عمليات روان کړي، چې نږدې نوي سلنه خاوره يې له داعش ډلې پاکه کړې ده.

د سيمې خلک وايي، طالبان له ښکاره مقاومت پرته د داعش تر واک لاندې سيمې نيسي او په داعش ډله کې د قيادت خلک نه دي، چې خپل جګړه ماران د جګړې په ډګر کې وساتلی شي.

د نړيوالو چارو کارپوه او پاکستان کې د پنجاب پوهنتون د تاريخ استاد پروفیسر اقبال چاوله وايي، د يوه ګوند او نظام لپاره د قيادت شتون اړین دی، څرنګه، چې په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته القاعده کمزورې او د نشت برابر شوه، همدارنګه د بغدادي له وژل کېدو وروسته به داعش ډله هم له منځه ولاړه شي.

د سياسي چارو کارپوه ولي الله شاهين هم وايي، په داعش ډله کې د ابو بکر بغدادي له وژل کېدو وروسته د سر سړی نه دی پاتې او دغه ډله نوره د ورکېدو په حال کې ده.

د جهادي ډلو څارونکی خبريال او د سياسي چارو کارپوه احمد زيدان وايي، داعش او القاعده ډله په طبيعي حرکت نه وې روانې او نه يې هم ولسي ريښې درلودې ځکه په ډېر لنډ وخت کې له ناکامۍ سره مخ شول او په مقابل کې يې طالبان ولسي ريښې لري، خپل طرز العمل يې د فقهاوو په طریقه جوړ کړی او تر خپل توانه هڅه کوي، چې پر خلکو اسانتياوې راولي، ځکه يې د حاکميت ساحه ورځ تر بلې پراخيږي او ولس يې هم تر ډېره تر شا ولاړ دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

همداسی د طالبانو مشران یو پر بل پسی مړه شول او انشاالله چی دا ډله به هم ورکه شی او ملت به د هغوی له ظلمه خلاص شی. له خلکو په زوره عشر اخستل، د خلکو په ګڼه ګوڼه کی، په جوماتونو کی انتحار او د خلکو وژل، د پلونو، سرکونو او مکتبونو ویجاړه ول ټول هغه کارونه دی چی طالبان یی کوی. بیا اوس ټول پوهیږی چی طالبان د پاکستان د نیابتی جنګ عسکر دی نو ځکه وینو چی تر اوسه پوری یی یو داسی کار خلکو ته ندی کړی چی د ملی ګټو د خودیتوب معنی ولری. کوم… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه.
افغان ولس ته داعش،القاعده،طالیب.امریکا هیڅ کوم فرق نشته.
که دا عش ختم شی،طالیبان خو پاتی دی.
داعش ،القاعده.امریکا،طالیب ټولو هدف یو دی هغه دی.
پیسی،قدرت،قتل

Karwan
میلمه
Karwan

اجمل او غميه، تاسي خو په بحث نه ارزي. تاسي ليکي چه طالبان دا او هغه ورانوي او ځه شي ئي جوړکړل. زه وايم چه نه ټوله خرابي دغني دغلامي اداري مذدور عسکر چه اکثريت ئي بيوجدانه د## دي، هغوي دامريکايانو سره دا کار کوي. په دي هم خبرياستي چه دبيناموسانو ځومره واړه ښارګوټي وسيځل او يو مثال ئي هم په تخار کي دسوداګري وړوکي ښارګوټي وه چه طالبانو جوړ کړ او دولس په اختيار کي ئي ورکه. ولي همدغه دغني بيناموسان ورغلل او د اور لمبي ئي کړي!! دغسي بيځايه او له کيني نه ډک تبليغات خو په يوتوب… نور لوستل »