نړۍ

پر بغدادي د عملیاتو نوم «کایلا» ولي ایښودل شوی وو؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین ویلي چې پر بغدادي د عملیاتو نوم «کایلا مولر» ایښودل شوی وو.

کایلا مولر څوک ده؟

کایلا مولر د اسلامي دولت ډلې «داعش» یوه د قربانیانو څخه ده، په ځانګړي ډول امریکايي چارواکو ویلي چې خپله شخصا بغدادي هغه له ځانه سره ساتله او جنسي تیری یې باندي کوی.

کایلا د بشري کومکونو په برخه کې په سوریه کې په ماموریت بوخته وه چې د سوریې په شمالي ښار حلب کې د داعش له خوا په کال ۲۰۱۳ کې برمته شوه او وروسته په کال ۲۰۱۵ کې داعش اعلان وکړ چې هغه د امریکايي ځواکونو په بمبار کې ووژل شوه خو امریکایانو دا خبر رد کړی وو.

د امریکا تفتیشي ادارې ایف بي آی پر بغدادي تور پوري کړی وو چې پر ځوانې کایلا مولر یې مکرر جنسي تیری کړی او له ځانه سره یې د مینځې په توګه ساتلې.

بلخوا د کایلا مولر مور او پلار هم ویلي چې په کال ۲۰۱۵ کې امریکایانو ورته ویلي چې لور یې د بغدادي مینځه ده.

د سي ان ان شبکې هغه وخت په یوه خبر کې ویلي وه چې د داعش ډلې یوه مشر «ابوسیاف» په کور کې امریکايي ځوانه ښځه کایلا ساتل کېده او هلته به شخصا بغدادي ورسره جنسي اړیکې نیولې.

ابوسیاف په کال ۲۰۱۵ کې په خپل کور کې د امریکایانو په بمبار کې ووژل شول او ښځه یې «ام سیاف» ونیول شوه او د راپورونو سره سم د «کایلا مولر» د جنسي اغتصاب او مینځې په توګه ساتلو خبر هم هغې ورکړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close