نظــر

د هیواد د شتمنیو غله

ابوبکر مهاجر

راپورونه ښیي چې د کندهار په قول اردو کې روغ ټانګونه او فوځي وسائط پرزه کیږي او بیا د کباړ په توګه پر ګاونډي هیوادونو پلورل کیږي. نه صرف دا لومړی ځل دی بلکي له دې مخکي هم په وار وار د ګاونډي هیوادونو پر بارډرونو هلته د لیږد پر مهال په کانټینرونو کې له نورو هیوادونو څخه د مرستي په توګه ترلاسه شوي شیان نیول شوي دي.

دا هغه خلګ کوي کومو ته چې ځینو ناخبرو په خپلو قاموسونو کې د وطن ساتونکو او د هیواد د اصلي بچیانو عنوانونه ورکړي دي. خو خبر نه دي چې هغوی د وطن د لوټلو او د هغه د شتمنیو د غلا کولو لپاره پټوان خواره کړي دي. هغوی چې څوک ترې د پوښتني جرأت نشي کولای، په خپلو مراکزو کې د هیواد د دفاع سلامت آلات او اسلحې د خپلي پانګي د درنولو لپاره پرزه کوي او د ملیاردونو په لګښت جوړ شوي ټانګونه په کباړ کې تر نیمه هم په ټیټه بیه پلوري.

یوازي د وسائطو غلا دلته عامه نه ده، بلکي هغه نقدي پیسې چې حکومت یې له نورو هیوادونو د مرستي په توګه ترلاسه کوي، د درغلیو او فساد ښکار کیږي او هر حکومتي چارواکی ترې خپله ښه غوښنه برخه غلا کوي. د ۲۰۱۶ کال د نومبر په میاشت کې د اسیا پیسفیک لپاره د شفافیت نړیوال سازمان مشر سریرک پلیپټ د افغانستان سره د جهاني مرستو په اړه وویل چې په اوسني وخت کې لیدل کیږي چې د پیسو یوه لویه برخه د غلا، غدیو او غبن ښکار کیږي او له هرو اتو ډالرو څخه یو غلا کیږي.

په افغانستان کې د حکومت هر غړی هغه که وزیر، والي، وکیل، سناتور یا کوم بل چارواکی وي ټول په غلا بوخت دي او ښه ماهرین غله دي. د لارو او ګودرو د چارواکو خو چې وس ورسیږي د پنجي له غلا څخه هم صرفه نه کوي. پاته شول لوړپوړي مامورین، هغوی خو ملیاردونه ډالر په ګنډه وهي. بلکي د دې حکومت د ولسمشر او د هغه له مېرمني څخه نیولې تر چپړاسي او جاروکښ پوري ټول د هیواد د شتمنۍ لوټونکي دي. ځکه هر یو پوهیږي چې ښار ناپرسان دی، پنځه ورځي د چانس حکومت دی ځان پکي چاغوه.

د ولسمشر غني د مېرمني د غلا په اړه د هیواد لپاره د امریکا د مرستو څارونکې ادارې «سیګار» څه موده وړاندې یو راپور خپور کړ چې د نوموړي اړوند یې ویلي چې د ولسمشر مېرمني د افغان ښځو د پروموټ په نامه ۲۸۰ ملیونه ډالر وهلي او له ټاکل شوو ۵۷ زره ښځو څخه یې یوازي ۵۵ ښځي روزلي دي، چې مطلب یې داشو چې د یوې مېرمني پر روزنه باندې ۵.۶ ملیونه ډالره لګښت شوی دی چې دا هیڅ سالم عقل نه مني او له غلا او مال وهني پرته هیڅ توجیه نه ورته سیخیږي.

پورتني مثالونه یې فقط مشت نمونه از خروار دي، کنه د دې هیواد په شته چارواکو پسي که د حساب دفترونه را پرانیستل شي، نو اته پنځوسم راتلونکی نسل به یې هم د افغانستان د هر هر فرد پوروړی وي. خو دا چې دلته د سړو د سر حساب نشته نو د زر حساب به ورسره څوک کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x