ارګ: د چین په بین الافغاني ناسته کې ګډون کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): ارګ وایي، د چین په بین الافغاني ناسته کې ګډون کوي او له مختلفو قشرونو خپل استازي دې ناستې ته لېږي.

د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په همدې تړاو په کابل کې یوې خبرې ناستې ته وویل، چې دوی په دې ناسته کې ګډون کوي او د ګډون کوونکو لست یې تیار کړی.

د صدیقي په قول، د اپوزیسیون، سیاسي ګوندونو، سیاسي متحدینو، حکومت او ګڼو لورو استازي به په دې ناسته کې د ګډون په موخه بجینګ ته ولاړ شي.

د بجینګ بین الافغاني ناسته چې تمه وه، د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې ترسره شي، د نامعلومو دلایلو له امله تر نامعلومې مودې وځنډېده.

طالبانو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د چین حکومت د بجینګ په ناسته کې د ګډون رسمي بلنه ورته ورکړې او په دې ناسته کې ګډون کوونکي به یوازې شخصي نظر وایي او د هیڅ کوم جهت استازیتوب به نه کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د