افغانستان

عبدالله عبدالله: سولې ته د رسېدو لپاره دې له هر فرصت استفاده وشي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجراییه رییس «عبدالله عبدالله» وايي، سوله د افغانستان د خلګو له لومړنیو اړتیاوو شمېرل کېږي او په دې برخه کې باید هيڅ فرصت له لاسه ورنکړل شي.

عبدالله عبدالله چې د وزیرانو شورا په ناسته کې یې خبرې کولې وویل « سوله او ټاکنې په اوسني وخت کې د هیواد تر ټولو مهم او مطرح بحثونه دي؛ خو زه په دې باور یم چې د سولې لپاره که هر وخت فرصت شتون ولري، باید له لاسه ورنکړل شي».

د عبدالله په خبره، پایداره سوله یوه هر اړخیز لید ته اړتیا لري او په دې برخه کې یې مؤقف دادی، چې باید له هرې ممکنې لارې دې هدف ته د رسېدو هڅې وشي.

نوموړي ددې تر څنګ ټاکنې د هیواد د سرنوشت ټاکونکي وبللې او له ټاکنو کمېسیون یې وغوښتل، چې خپلواکي دې وساتي او شفافیت دې په نظر کې ونیسي.

عبدالله داسې مهال سولې ته د رسېدو لپاره له شته فرصتونو د استفادې غږ کوي، چې د طالب او امریکایي استازو تر منځ د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل اوزاې ګرمې شوې او ورسره جوخت د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» سیمې او نړۍ ته سفرونه پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x