افغانستان

زلمی خلیلزاد له کابل وروسته اسلام اباد ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» چې څو ورځې وړاندې په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته رارسېدلي وو، نن د اسلام اباد په لوري مخه کړې.

نن ټکی اسیا ته یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اسلام اباد ته د زلمي خلیلزاد د سفر پخلی وکړ او یاده یې کړه، چې خلیلزاد به د خپل سفر په ترڅ کې هلته له پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې او اړوندو مسایلو په تړاو وغږېږي.

په ورته وخت کې طلوع نیوز بیا د یو شمېر هغو سیاسیونو له قوله، چې له زلمي خلیلزاد سره یې لیدلي، لیکي، چې خلیلزاد د طالبانو او امریکا تر منځ د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل او د دواړو لور تر منځ د زندانیانو د تبادلې په موخه کابل ته راغلی.

د سیاسیونو په قول، امریکا غواړي د طالبانو د مرستیال مشر «سراج الدین حقاني» ورور «انس حقاني» د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې، چې دا مهال د طالبانو په زندان کې دي؛ تبادله کړي.

د یادو سیاسیونو له منځه د سولې د عالي شورا مرستیال «حاجي دین محمد» وايي « زموږ غوښتنه همداوه، چې باید د دواړو لورو تر منځ د ښه نیت په موخه زندانیان تبادله شي، هر څومره چې د زندانیانو په تبادله کې ځنډ راځي د تشدد او دواړو لورو تر منځ د کینې د زیاتېدلو لامل ګرځي».

یوه بله سیاسي فعاله «فوزیه کوفي» بیا وایي، چې انس حقاني او ورته طالب بندیان د افغانستان د حکومت په زندانونو کې دي او باید د خلاصولو په برخه کې یې د افغانستان قوانینو ته احترام وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x