ټکنالوژي

فیسبوک پر خپله پاڼه د «خبرونو» خپرولو لړۍ پېل کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۶ لړم، ۱۳۹۸ل): د ټولنیزو رسنیو مشهورې ویبپاڼې فیسبوک څو موده وړاندې اعلان کړی و چې په فیسبوک کې به د خبرونو خپرولو لړۍ ډير ژر پېل کړي.

د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ د روان کال په اپریل میاشت کې ویلي وو چې د جعلي خبرونو خپرولو مخنیوي لپاره به د ځانګړو ورځپاڼو، ویبپاڼو او امریکایي ژورنالیستانو سره په ګډه د خبرونو خپرولو لړۍ پېل کړي چې په بدل کې به یې پيسې ورکول کیږي.

تېره اوونۍ رسنیو خبر ورکړ چې فیسبوک او امریکایي رسنۍ هوکړې ته رسیدلي تر څو د «News tab» په نوم د خبرونو خپرولو لړۍ پېل کړي، چې اوسمهال یې د عملي کولو لپاره په امریکا کې د سترو ښارونو ځینو کاروونکو پرمخ ازمیښتي لړۍ هم پېل کړې ده، دې لړۍ ته یې پر فیسبوک د «فیسبوک نیوز» نوم ورکړی دی.امریکا میں نئے فیچر کی آزمائش شروع کردی گئی—اسکرین شاٹ وال اسٹریٹ جرنل

تر دې دمه دغه ازمایښتي لړۍ تر امریکا هېواد محدوده ده خو ډير ژر به نورو هېوادونو ته خپره شي، شونې ده د لا زیاتو کتونکو لپاره فیسبوک په اسیایي هېوادونو کې هم د ورځپاڼو او ژورنالستانو سره تړون لاسلیک کړي.

په دې لړۍ سره به پر فیسبوک ځانګړې برخه زیاته شي، چې د عامو خبرونو ترڅنګ به د روغتیا، لوبې، تفریحي، ټکنالوژي، کلتور او ثقافت، کالمونه او بیا کتنې خبرونه په بېلا بېلو کټیګوریو خپریږي.نئے فیچر کو فیس بک نیوز کا نام دیا گیا ہے—اسکرین شاٹ وال اسٹریٹ جرنل

د کاروونکو پرمخ به هر هغه خبرونه ډير راځي له کوم سره چې زیات تړاو لري، فیسبوک به دغه اندازه د کاروونکي له خبرونو خوښولو او کتلو څخه لګوي.

د یادونې وړ ده چې فیسبوک به د امریکا مشهورې ورځپاڼو (واشنګټن پوسټ، نیو یارک ټایمز) او داسې نورې ورځپاڼو او ژورنالستانو ته د خبرونو په بدل کې پیسې ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x