زلمي خلیلزاد له عمران خان سره لیدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» سره لیدلي او د افغان سولې په تړاو ورسره غږېدلی.

د «ایکسپریس ټریبون» ورځپاڼې د راپور په اساس، په دې لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان سولې او پخلاینې ته د خپل هیواد ژمنتیا تازه کړه،  په دې برخه کې یې د پرلپسې هڅو ژمنه وکړه او د طالبانو او امریکا تر منځ د درېدلو  مذاکراتو په بیا پیل یې ټینګار وکړ.

راپور زیاتوي « خان له خلیلزاد په لیدنه کې د افغانستان د جګړې په ټولو ښکېلو غاړو غږ وکړ چې د  تشدد د کمولو لپاره دې اړین ګامونه واخلي».

زلمی خلیلزاد چې څو ورځې وړاندې په یوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغلی وو، دلته یې د ګډ حکومت د رهبرانو په ګډون له یو شمېر سیاسیونو او افغان چارواکو سره لیدلي وو.

د سیاسیونو له قوله، خلیلزاد د طالبانو او امریکا تر منځ د درېدلو مذاکراتو د بیا پيل او د بهرنیو بندیانو په بدل کې د طالب زندانیانو د تبادلې په موخه کابل ته راغلی وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

طالبان نه امريکايان دی او نه هم د هغو غلامان چی امرونه يی ومنی .
د هغی ورځی راهيسی چی امريکا او بيا غلامانو يی د طالبانو څخه د تشد د د لږوالی غوښتنه کړيده له همهغی ورځی څخه طالبانو پر اشغالګرو او غلامانو يی حملی ډيری کړيدی او د دواړو يی ډير دوږخ ته وليږل .
طالبان کرام يوازی د الله تعالی(ج) ، د رسول الله(ص) او د خپلو مشرانو اوامر منی نه د ليونی ټرمپ ، غلام غنی او مزدور عمران خان امرونه او فرمايشات .