
طالبان زابل کې د «۳۰» دولتي عسکرو د وژلو ادعا کوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۷ لړم، ۱۳۹۸ل): طالبان وایي، د زابل ولایت د نوبهار او شینکۍ ولسوالیو تر منځ سیمه کې یې د دولتي عسکرو په پوستو بریدونه کړي او تر ۳۰ پورې عسکر یې وژلي.
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي «دالفتح عملیاتو په لړکې بیګاه شپه ۱۲ بجې د زابل ولایت د نوبهار اوشینکۍ ولسوالیو ترمابین د لوړګي په سیمه کې دمزدور دښمن پر کمپاین اوامنیتي پوستو داسلامي امارت مجاهدینو پراخ وسلوال بریدونه ترسره کړل.»
د خبرپاڼې په بنسټ، په بریدونو کې سپکې او درنې وسلې کارول شوې، چې په پایله کې یې ۳۰ تنه عسکر وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي.
د طالبانو په خبره، په برید کې یو طالب جنګیالی «شهید» او ۲ تنه نور ټپیان شوي.
یاده دې وي، چې د زابل ولایت امنیتي چارواکو تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.