ادبي لیکنيشعـــــرونهپښــــتو ادب

نعتیه کلام: رحمت الله شهاب

رحمت الله شهاب شاجويي

ســتا له حـسن بَلَه شـــوي ده ډيـوه د حسن

سـتا په حـسن باندي هــسکه مـناره د حسن

تــه احـــمد يــي محمـد يـي د الله حــبيــبه

ســــتا لـه کلـي را روانـه ده قـــيصه د حسن

پــرې ودان شـي نا ارامـه بي قـراره زړګــى

نا بيــنا سـترګو ته وصل کړم رانجه د حسن

لکه روڼ ســتورى روښـانه شـي ځلا کـــړي

چــي پر ژبه يي هـميـش وي زمـزمه د حسن

د نـجات عـرش ته يي تـګ رفـتار اسان وي

څوک چي سرباندي لري مسته سايه د حسن

د شــهاب د قـــلم ټول وس چي تــمام شــي

وبه نه لــيکي يوتـــورى يوه نــــقطه د حسن

2019-10-29

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx